لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تاشکند غونډې کامیابي پر پاکستان له فشار اچولو سره مشروطه ده


که څه هم د اروپايي ټولنې لخوا د تاشکند د غونډې هدف په افغانستان کې سولې ته د طالبانو هڅول ښودل شوي خو ایا په رښتیا به هم دغه نړیواله غونډه خپلې موخې ته ورسیږي او که څنګه؟

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال وي او اې ډیوې ته وویل:

(غوره به دا وي چې په دې غونډه کې په دې خبرې وشي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې ته مجبور کړای شي چې په افغانستان کې له خپلو لاسوهنو څخه لاس واخلي. که داسې وشي نو پایلې به یې مثبتې وي.)

په دغې نړیوالې غونډه کې به د افغانستان د سولې، د ترهګرۍ په وړاندې جګړې، د نشي موادو سره د مبارزې او د سیمیزې همکارۍ پر مسلو خبرې وشي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي ډیوې ته وویل، د افغانستان په اړه د سولې هر ډول خبرې به تر هغو د پام وړ مثبته پایلې و نه لري تر څو طالبان د سولې خبرو ته مجبور نه کړای شي ځکه هغوی د جګړې یو لری دی.

(د طالبانو واک دا مهال له پاکستان سره دی. دا پدې معنې، تر څو چې پاکستان د افغانستان سولې ته په صداقت ګامونه پورته نه کړي نو سوله ناشونې برېښې.له بده مرغه پاکستان اوس داسې نه ښکاري چې د افغانستان سولې ته دې لیواله وي له همدې امله یې له ترهګرو سره خپلې ملګرتیا د امریکا تر ملګرتیا غوره وګڼله.)

خروټي زیاتوي له همدې امله د پاکستان اړیکې له امریکا سره دا مهال خرابې شوي او پاکستان غواړي دغه تشه اوس په چین او روسیې ډکه کړي ځکه پاکستان په دې اند دی چې هغه کار چې ورته په سیمه کې طالبان کولای شي هغه ورته امریکا نشي کولای.

که څه هم پاکستان له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه مني. د پاکستان دریځ دی چې په افغانستان کې امن غواړي او د دې لپاره کار کولو ته تیار دی. پاکستان وار په وار ویلي، د افغانستان د امن ګټه پاکستان ته هم رسېږي.

د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند غونډې ته چې د مارچ په ۲۷ نېټه به وشي د شلو هېوادونو استازي ورغلي.

د دغې غونډې د ګډونوالو په ډله کې د امریکا، اروپايي ټولنې، پاکستان، ایران، چین، روسیې او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو استازي هم ګډون لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په دغې غونډه کې د ګډون لپاره له کابل څخه روان شوی.

د اروپايي ټولنې د پلاوي مشري د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فریدریکا موغیریني کوي.

د تاشکند نړیواله غونډه د کابل پروسې د غونډې په تعقیب چې په کابل کې د فیبرورۍ په ۲۸ نېټه جوړه شوې وه او ولسمشر غني پکې له طالبانو سره د قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز کړی و جوړیږي.

که څه هم د تاشکند په غونډه کې طالبانو د خپل استازو د ګډون په اړه څه دي ویلي، خو څېړونکي وايي، که طالبان د افغانستان په اړه د سولې په غونډو کې ګډون هم و نه کړي خو بیا به هم په طالبانو باندې د نړیوالو لخوا فشارونه نور هم زیات شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG