لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني : افغانانو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې عظیمه قرباني ورکړې خو زمونږ اراده قوي ده


افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د تاشکند بین المللي غونډې ته په وېنا کې ويلي له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید پیاوړې سیاسي اراده ولرو.

نوموړي ويلي مونږ باید پر ترهګرۍ برلاسي شو او هغه له منځه یوسو تر څو خپل سیاسي پلان کامیاب کړو.

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارګ په فېس بک پاڼه د ورکړی شوو معلوماتو ترمخه غني وويل، افغانستان سره د همکارۍ له لارې باید هغه کلیدي ستونزې حل کړو چې سیمه ورسره مخ ده.

ښاغلي غني وويل،"افغانانو د تروریزم پر ضد مبارزه کې عظیمه قرباني ورکړې او دا مبارزه د یو هېواد پورې نشي محدودېدلی. زمونږ ښوونځي او تاسیسات ویجاړ شوي، دا تهدیدونه زیات دي، خو نزموږ اراده قوي ده او مونږ په تاریخي شیبه کې قرار لرو".

جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره تاشکند بین المللي کنفرانس کې ووېل ترهګرې ډلې چې مونږ ورسره مخ یوو سیمې ته لوی تهدیديا خطر دی او دوی هیڅ جغرافیه نه پېژني او د ترهګرۍ پر وړاندې شته ستراتیژي باید عملي شي.

هغه وويل نسلي تهدیدونه هم باید مهار او له منځه یووړل شي.

نوموړي زياته کړه "مونږ او تاسې ګډې ملي ګټې لرو هم په ملي، هم په سیمه ییزه او هم په بین المللي کچه ګډې موخې او ګډ لیدلوري لرو او په دې برخه کې مهم رول ترسره کولی شو".

هغه غږ وکړو چې "له افغانستان سره باید همکاري وشي تر څو هغه ستونزې چې سیمه ورسره مخ ده، په مشرک ډول حل کړو".

هغه وویل ، " تهدیدونه زیات دي خو زمونږ اراده قوي ده مونږ په یوه حساس وضعیت کې قرار لرو او په دې برخه کې سیمه ييزه او نړیواله اجماع ډیره ضروري ده او په اړه یې باید نړیواله خبرې رامنځته شي".

ترهګرې شبکې پولې نه پیژني او ترهګرې شبکې د ترهګرۍ له لارې هر کال میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG