لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله ګل: سندره مې ژوند دی ، واده مې له سندرو سره کړی


ملاله ګل پښتو سندرو کې په لږ وخت کې ډیر شهرت وموندو، هغې نه یوازې په سندریزو البمونو کې په لسګونو سندرې وویلې بلکې اوس خو په زیاتره پښتو فلمونو کې هم دهغې په غږ سندرې اوریدل کیږي.

په دې کې شک نشته چې ملاله ګل له الله ډیر ښائست ورکړی اؤ چې کله په سټیج سندرې ته ودریږي خو پخپلو نازونو اداګانو د زلمو زړونه په درزا راولي خو دسندرې په فن پوهه خلک د ملاله ګل ښائست یوازې دهغې دشهرت وجه نه ګڼي بلکې وایي د ملاله ګل غږ کې دا توان شته چې دخپلو مینه والو پام ځانته راوګرځوي.

ملاله ګل ډیره ساده پیغله ده ، دخبرو مړنۍ نه ده ، خو بلا تکلفه اؤ دتصنوع نه پاک محفلونه خوند ورکوي.

د خوند خبره داده چې ملاله ګل په دې خبره هم پوهه ده چې دپښتنو سندرغاړو هیڅ مسقبل نشته خو بیا هم وایي چې سندره یې ژوند دی ، په سندره مئینه ده ځکه سندرو ته راوتلې ده.

هغې دپیښور سره نزدې په نوښار سیمه کې خپلې سترګې په یوه فني کورنۍ کې پرانستي دي

یوویشت کلنې ملاله ګل شپږ کاله وړاندې په سندرې ویلو شروع کړې ده ، د سندرې لمړی تربیت یې پخپل کور کې دخپل پلار استاد سلطنت نه اخستی اؤ له هغې وروسته د نوښار سیمې سره دتعلق لرونکو تکړه موسیقارانو غفار اؤ سجاد حسین شاګرده شوه.

وایي ډیره زده کړه یې د غفار استاد نه کړې ده.

رسمي زده کړې یې یوازې تر پینځم ټولګي کړي دي خو وایي اوس پخپل کور لیک لوست کوي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ملاله ګل وویل زه لا وړه وم چې سندرې به مې اوریدلې اؤ خوښیدلې ، بیا چې مې په مزه مزه سندرې پیل کړې نو د سندرو دغه شوق رانه تعلیم هم نیمګړی پاتې کړو.

ملاله ګل وایي په سندرو دومره مئینه ده چې خلک هغې سره د واده ارمان کوي ، رشتې ورپسې لیږي اؤ هغه دا ګڼي چې سندرو سره یې واده کړی دی اؤ تل به یوازې سندرې پالي.

هغې ته په ګڼو پښتو اؤ اردو فلمونو کې د کار کولو وړاندیزونه شوي خو ملاله ګل وایي چې فلمونو کې کار کول نه غواړي یوازې سندرې ورته وایي.

تر دې وخته د هغې په غږ ډیرې سندرې مشهورې شوي دي خو دا سندره یې خلکو ډیره خوښه کړې ده چې هسې یو خبره ده ، مینه زوروره ده.

ملاله ګل وایي پخه اؤ سنجیده شاعري یې ډیره خوښیږي، خاصکر د رحمان بابا اؤ سائل صیب شعرونه په شوق سره وایي .

ملاله ګل وایي د شعرونو انتخاب ورله پلار کوي خو یوازې دخپل پلار په انتخاب هم کلام نه وایي بلکې پخپله هم د کلام سنجیدګۍ ته ډیر پام کوي.

د ملاله ګل په وینا” ماته ښه معلومه ده چې پښتنو سره د فن قدر نشته ،ځکه چې د زرڅانګې پشان لویه هنرمنده په تمبو کې ژوند کوي خو بس ،‌سندرې زما شوق دی اؤ زه یې د صلې پرواه نه کووم خو ویم یې “

غزل یې ډیر خوښیږي اؤ په شوق یې وایي خو دغزل ترڅنګ په ټپو ویلو کې هم ډیره تکړه ده اؤ‌ وایي ټپه یې ځکه ډیره خوښیږي چې د پښتو خپل صنف دی اؤ په دوؤ مختصرو مصرو کې ډیره غټه خبره یا مطلب ځایې شوی وی.

ملاله ګل وایي عشق اؤ محبت ته لا نه خو وزګاره شوې ده اؤ نه یې په زړه کې داسې څه خبره شته چې کوم زلمی خوښ کړي ، واده ورسره وکړي اؤ په کور کښیني ، بلکې هغه وایي چې سندرې به وایي اؤ چې کله حالاتو اجازت ورکړو نو بیا به د مور پلار په خوښه واده کوي .

د ملاله ګل استاد اؤ تکړه موسیقار ښاغلی غفار حسین وایي هغه تر دې مهاله د موسیقۍ نړۍ کې ډیر شاګردان روزلي خو د ملاله ګل غږ کې دا توان ویني چې هغه په راتلونکي کې د یوې لویې هنرمندې په توګه مخې ته راشي ،

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي غفار وویل ملاله ګل له یوازې خدایې ښائست نه دی ورکړی ، بلکې پوهه اؤ سُر یې هم ورکړی دی ، اؤ څه چې وایي نو د سینې په زور یې وایي چې د خلکو په زړونو لګي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG