لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼه :خپلو سجدو کې پښتنو دپاره امن غواړم


دپښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼه چې دا مهال دعمرې دسعادت ترلاسه کولو په غرض دسعودي عرب په مکه ښار کې موجوده ده وایي هغه الله تعالی نه په خپلو سجدو اؤ عبادتونو کې دټولو انسانانو اؤ په ځانګړي ډول دپښتون اولس اؤ پښتنې خاورې دپاره دامن دعاګانې غواړي.

وائس اف امریکه ډیوه سره د مکې نه خپلو خبرو کې ګل پاڼې ویلي هغه د خپل روح د سکون دپاره عمرې له تللې ده اؤ غواړي چې دالله تعالی نه ، نه یوازې دخپلو خطاګانو معافي وغواړي بلکې دا مهال چې پښتانه د کومې بدامنۍ اؤ ناقرارۍ سره مخ دي د هغوئ دپاره هم په مقدسو مقاماتو کې دامن اؤ سوکالۍ سوالونه وکړي.

څلیریشت کلنه ګل پاڼه چې په ټوله نړۍ کې دخپل فن په کروړونو مینه وال لري اؤ زیاتره وخت په سندرو ویلو بوخته پاتې وي وایي” سندرې زما هنر دی ، زه ورسره مینه لرم خو دیوې مسلمانې پښتنې پیغلې په توګه د خپل رب د راضي کولو نه هم غافله نه یم پاتې “

ګل پاڼه وایي هغه چې کله ددنیا مصروفیتونه ډیره ستړي کړي‌ اؤ غواړي چې د ځان دپاره څو لمحې دسکون ولټوي نو خپل خدایې ته په سجده پریوځي اؤ کله چې الله یاد کړي، عبادت وکړي نو دهغې زړه ته اطمینان ورسیږي.

د پیښور سره تعلق لرونکې ګل پاڼه یوه تعلیم یافته هنرمنده ده اؤ په سوشل ورک کې یې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده خواهش لري چې په راتلونکي کې د سندرو تر څنګ دعمل دنیا کې هم د انسانانو د ښېګړې دپاره څه نا څه کار وکړي .

هغه وایي” زه غواړم چې په مستقبل کې یوه داسې دخیرښېګړې اداره جوړه کړم چې دغریبو اؤ بې وزله خلکو سره ددغه ادارې په چوکاټ کې مرستې کولی شم”

ګل پاڼې نه چې مو کله وپوښتل چې د اولسي ښېګړې اؤ مذهبي بوختیاؤ سره خو به مو دسندرو هنر نه اغیزمن کیږي ؟ هغې وویل “نا هغه زما هنر دی اؤعبادت زما مذهبي فریضه ،سندرې ویل پخپل ځایې دي خو دخپل خالق سره د بندګۍ رشته پالل تر ټولو مهم دي اؤ په حیث دیوې مسلمانې ماته زما مذهب هم انسانانو سره دښېګړې درس راکوي، ، ، کله هم دسندرو فن ما دخپل خالق له یاده نه شي غافله کولی

ګل پاڼه وایي هغې دعمرې دپاره خپل ټول فني فعالیتونه ځنډولي اؤ دعمرې کولو نه وروسته چې کله خپل وطن ته ستنه شي نو دیو څه ارام کولو وروسته به بیا خپل دغه فني فعالیتونه پیل کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG