لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر قبله ایاز:دتندلاریتوب په ضد دپاکستان بیانیې هیڅ ځایې نه دی نیولی


دپاکستان داسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز ویلي په پاکستان کې د تندلاریتوب ستونزه یوازې دیني مدرسو سره تړاؤ نه لري بلکې بلکې دغه ستونزه د پوهنتونونو اؤ تعلیمي ادارو دننه هم لیدل کیږي.

اسلام اباد کې دامن اؤ ټولنیز بدلون په موضوع یوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي قبله ایاز ویلي دپیغام پاکستان په نوم چې کومه بیانیه جوړه کړل شوې هغې په ټولنه کې هیڅ ځایې نه دی نیولی حتی چې په سرکاري محکمو کې هم ورته څه ارزښت نه دی ورکړل شوی.

د روان کال دجنورۍ میاشت کې په پاکستان کې د۱۸۰۰ؤ څخه زیاتو دیني عالمانو دپیغام پاکستان په نومی یوه فتوه ورکړې ده چې په دغه هیواد کې ځانمرګي بریدونه حرام دي اؤ څوک چې دغلته دجهاد په نوم ځانمرګي بریدونه کوي، هغوئ داسلام له رویه باغیان دي چې ریاست یې په ضد د ګامونو اخستو حق لري.

ډاکټر قبله ایاز وایي ددې بیانیې تیارؤل د اسلامي نظریاتي کونسل کار ؤ خو دغه ادارې ۱۱میاشتې مشر نه لرلو نو ځکه نو نړیوال اسلامي پوهنتون ددې فتوې په جوړولو کې کردار ادا کړی دی.

نوموږړي وویل “موږ مدام د ځان په خلاف د بهرنیو سازشونو خبره کوؤ خو ډیر شیزونه داسې دي چې باید مونږ پکې پخپله بدلون راؤلو”

دپاکستاني عالمانو لخوا دپیغام پاکستان په نوم مذهبي فتوه باندې په افغانستان کې هم سخت ټکونه شوي وؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو پوښتنې راولاړې کړل شوې وې چې پاکستان که پخپله خاوره ځانمرګي بریدونه حرام ګڼي نو په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په ضد دغسې فتوه ولې نه جاري کوي.

نجیب کاکړ چې دافغانستان یو مدني فعال دی ډیوه ویب پاڼې ته ویلي دپاکستان دننه دیني مدرسو نه هرکال په لکونو طالبان فارغیږي اؤ دغو طالبانو له هم داسې ذهن سازي کیږي چې تاسو افغانستان کې په جهاد کولو جنت ګټلی شئ.

هغه زیاتوي “خو کله چې دغه جنت ځانمرګی پاکستان کې په ځان مرګي برید ګټي نو دپاکستان دیني عالمان چې په اصل کې د استخباراتي شبکو نوکران دي چغې جوړې کړي چې دلته ترهګري حرامه ده، یعني په کابل کې که دمسلمان وینه توئیږي ، هغه جواز لري خو که په اسلام اباد کې توئیږي نو دا حرامه ؟”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG