د روس خارجه وزارت په خپل هیواد کې د هغو بهرنيو ملکونو سفیران د احتجاج لپاره رابللي چاچې د روس سفارتکاران د خپلو ملکونو نه ویستي او هغوي يي د ځوابي ګامونو په اړه خبرکړي.
د روس خارجه وزارت ته په رابلل شویو سفیرانو کې د جرمني، نیدرلینډ، فرانس، یوکراین، اټلي او پولینډ سفیران شامل دي.
امریکې د زیارت په ورځ ویلي وو چې د روس لخوا په ځوابي توګه د امریکايي سفارتکارانو د ویستلو کوم جواز نه جوړیږي.
له دې وروسته وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي وو چې د ماسکو لخوا پورته کوونکي ګامونه به د امریکې او روس ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.
وایټ هاوس په خپورکړي بیان کې ویلي، د امریکې او د لسو نه زیات نیټو اتحادي ملکونو لخوا روانه هفته نااعلانه روسي استخباراتي چارواکو ویستل د برطانیې په خاوره روسي حملي ته مناسب ځواب وو.
برطانیه تور لګوي چې په سیلیسبرې سیمه کې د مارچ په څلورمه نېټه په پخواني روسي ایجنټ سرګۍ سکرپال او د هغه په لور یولیا سکرپال باندې په اعصابو د اثرکوونکو موادو حملې تر شا د روس لاس وو خو روس دغه تورونه ردوي.
د امریکې خارجه وزارت د سفارتکارۍ او ولسي چارو د څانګې سیکترې هیدر نوورټ ویلي، روس ته د یو اغیزمند هیواد په رنګ ځان ښودل پکار نه دي او زیاتوي چې په حقیقت کې اغیزمند هغه کسان دي په چا چې د مارچ په څلورمه نېټه د برطانیې په خاوره د اعصابواثرکوونکي موادو سره حمله شوې وه.
د روس خارجه وزیر سرګۍ لاوروف د واشنګټن په ځواب کې د خپل ملک نه د ۶۰ امریکايي سفارتکارانو د ویستلو اعلان کړی. ددې وړاندې امریکې د خپل ملک نه د ۶۰ روسي سفارتکارانو د ویستلو حکم ورکړی وو.
روس په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې د امریکې قونصلګرۍ بندولو اعلان هم کړی او په دوه ورځو کې يې امریکې ته ددغې ودانۍ د بندولو حکم ورکړی.