لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخپل کور په درشل دګام ایښودلو سره سم ملاله سلګو ونیوله


“پینځه نیم کاله وروسته خپل کلي سوات ته په لمړي ځل راغلم ، زه پخپله خاوره اؤ خپل کلتور ویاړ کووم “

دا هاغه الفاظ دي چې نن دنوبل جائزې ګټونکې ملاله یوسفزئ خپل کلي سوات ته د خپل تګ په مهال د سوات کیډټ کالج څخه دلیدنې په وخت د میلمنو دتاثراتو په کتاب کې لیکلي دي.

ملاله یوسفزئ پینځه نیم کاله وروسته نن دخالي په ورځ په داسې حال کې سوات ته په یو پوځي هیلي کاپټر کې بوتلل شوې چې په ټول سوات کې سخت حفاظتي ګامونه اخستل شوي اؤ لارې کوڅې د پوځ اؤ پولیسو څخه ډکې دي.

سوات نه د ډیوه خبریال وایي چې ملاله یوسفزئ کله سوات ته له رسیدلو وروسته خپل کور ته دننه شوه نو غریو ونیوله، سترګې یې له اوښکو ډکې وې اؤ خپل انګڼ خاورې یې ښکل کړې ،

ملاله سوات کې
ملاله سوات کې

ملاله چې تر ډیره وخته د خپل کور په انګڼ کې په سوچونو کې ډوبه ولاړه وه اؤ له سترګو یې اوښکې راماتې وې ،خپل پلار ضیاء الدین یوسفزئ اؤ دهغې مور دلاسه کړه.

د ډیوه خبریال وایي کله چې ملاله د ژړا نه په قلار شوه نو په دغه کور کې دهغې د هرکلي دپاره راټولو شوؤ خپلوانو سره یې خبرې اترې وکړې ، دتیرو وختونو کیسې یې ورسره تازه کړې اؤ دهغوئ سره یې عکسونه واخستل .

په دغه موقعه دملالې کشر رور خوشحال هم د هغې سره ؤ اؤ هغه د خپل کور هر کونج ته دتلوسې ډکې منډې وهلې .

د ډیوه دخبریال تر مخه خوشحال به بیا،بیا دملالې اؤ خپل مور پلار پام د کور بیلابیلو برخو اؤ‌شیانو ته راګرځولو اؤ ویل به یې” هله دا هاغه ځایې دی چې مونږ به پکې لوبې کولې ، زه به دلته څملاستم “

دخوشحال په دغو معصومانه خبرو به د ملالې، دهغې دپلار اؤ مور سترګې بیا بیا له اوښکو راډکیدلې.

پخپل کور کې د ښه شېبه وخت تیرولو وروسته ملاله د سوات کیډټ کالج ته بوتلل شوه اؤ هلته یې د میلمنو په کتاب کې خپل تاثرات په دې ټکو ولیکل

“په ما دشوي برید نه راپدیخوا پینځه نیم کاله وروسته خپل کلي سوات ته دا زما لمړی راتګ دی، زه پخپله خاوره اؤ خپل کلتور ویاړ کووم ، کیډټ کالج ډیر ښکلی دی ، زه په خپل تود هرکلي د پرنسپل اؤ مامورینو مننه کوم ، نیکې هېلې اؤ دعاګانې”

په ملاله یوسفزئ په نهم اکتوبر کال ۲۰۱۲م کې په مینګوره کې هاغه مهال طالبانو یو وژونکی برید کړی ؤ کله چې هغه دخپل سکول دنورو جینکو ملګرو سره په یو ګاډي کې د سکول نه کور ته روانه وه.

په دغه برید کې ملاله په سر په ګولۍ لګیدلې اؤ سخته ژوبله شوې وه ، دهغې لمړی علاج دپیښور په پوځي روغتون کې وشو اؤ بیا دنور علاج دپاره برتانیې ته بوتلل شوه.

اوس شل کلنه ملاله په برتانیه کې زده کړې کوي اؤ دجینکو دتعلیم دپاره په نړیوال کچ مبارزه هم کوي.

پخپل ځان دشوي برید نه راپدیخوا په لمړي پینځه نیم کاله وروسته ملاله یوسفزئ دپاکستان په څلور ورځني سفر راغلې اؤ هغې دپاکستاني چارواکو څخه هېله کړې وه چې باید سوات کې ورته خپل زاړه یادګارونه وښایي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG