لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قبايلي سيمو د ۱۵ زرو نه زياتې کورنۍ اوس هم کډوالي دي


د پاکستان د قبايلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره (اېف ډي ېم ای) وايي د قبايلي سیموشمالي وزيرستان او خېبر ايجنسۍ ۱۵۱۸۳ رجسټر شوې کورنۍ اوس هم کډوالي دي لا بيرته خپلو علاقو ته نه دي ستنې شوې.

د اېف ډي اېم ای وياند احسان داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، " په فاټا کې د ترهګرۍ پرضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د قبايلي سیمو څخه د څلورو لاکو نه زياتې کورنۍ کډوالې شوې وې".

خو د ناتاييده رپوټو ترمخه دا شمېرې له دې نه ډېرې سېوا وي خو د اېف ډي اېم ای وياند وايي دوي سره د رجسټر شوؤ بې کوره خلکو شمېره هم دغه وه.

هغه وويل دا وخت "د جنوبي وزیرستان، اورکزو، کرمي، باجوړ او نيمو قبايلي علاقو ټول کډوال شوي خلک بیرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شوي دي".

هغه زياته کړه دا وخت د "د شمالي وزيرستان ۱۴۰۲۵ کورنۍ او د خېبر ايجنسۍ ۱۱۵۸ کورنۍ کډوالي دي".

داوړ وويل د ادارې پلان دی چې دغه خلک په خپلو ټاکلو وختونو بیرته په خپلو علاقو کې اباد کړی شي.

د اېف ډي اېم ای د شمېرو ترمخه جنوبي وزيرستان ته ۷۱ زره رجسټر او ۷۹زره غېر رجسټر کورنۍ ټولې بیرته ستنې کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا تير کال د جولايۍ په میاشت کې اېف ار ټانک سيمې ته ورغلی او په دغه مهال ويل شوي وو چې د جنوبي وزيرستان ټول کډوال بيرته ولېږل شو او دوي ته د شپږو مياشتو راشن هم ورکړی شوی ؤ.

د اېف ډي اېم ای وياند وايي تازه رپوټ يې د کال په سر د شمېرو په اساس خپور کړی دی.

خو بل لور ته دا وخت هم د بنو په بکاخېل کې د کډوالو دپاره جوړ يواځينی کېمپ موجود دی، او هلته زياتره د افغانستان نه بيرته راغلي کډوال خلک مېشت دي چې تعلق يې د شمالي وزيرستان سره دی، په دغه کېمپ کې څو زره کورنۍ موجودې دي.

احسان دواړو وويل چې د بکاخېل د کډوالو په کېمپ کې زياتره د شوال علاقې بې کوره شوي خلک ځای کړی شوي دي.

شوال د شمالي او جنوبي وزيرستان ترمنځ د افغانستان سره په پوله جوخته پرته علاقه ده.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمیايۍ کې د ضرب عضب په نوم د تندروه وسله والو پرضد پوځي عمليات پېل شوي چې له امله يې د سيمې څخه نزدې لس لاکه خلک بې کوره شوي وو.

خو په سيمه کې د پوځي عملیات وروستو د اپرېل ۲۰۱۵م څخه بيرته د خلکو خپلو علاقو ته لېږلولړۍ پېل کړی شوې کومه چې تراوسه دوام لري.

د پاکستان دولت تير کال د اپرېل مياشت ټاکلې وه چې ټول کډوال به بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړي او دغه موده بيا د کال ۲۰۱۷م تر اخرې پورې وغځول شوه، خو کډوال لا هم د بې کورۍ په ژوند کولو مجبوره دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG