د پاکستان يو لوړ پوړی پلاوی د کابل په سفر تللی او ويل شوی چې دغه پلاوی به افغان چارواکو سره د افغانستان ـ پاکستان د سولې او يو والي د کاري پلان په سر خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند محمدفېصل نن د دوشنبې/ ګل په ټویټر د پاکستاني پلاوي د کابل د تګ پخلی کړی دی.
هغه ويلي، "د پاکستان پلاوی کابل ته رسېدلی، مشري یې د بهرنيو چارو سېکتره کوي، دوي به د افغانستان ـ پاکستان د سولې او يو والي د کاري پلان په سر خبرې وکړي".
د پاکستان د بهرنيو چارو د سېکترې تهمينه جنجوعه سره د کابل د سفر په پلاوي کې لوړ پوړي او غېر پوځي چارواکي مل دي.
پاکستاني مطبوعات وايي ښايي په ۶م اپرېل د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي د کابل سفر وکړي، خو په دغه اړوند د پاکستان دولت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د افغانستان صدر اشرف غني د مارچ په ۱۷م د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه د لارې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې او ويلي يې ؤ د دغه بلنې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځ د هر اړخيزو خبرو پر لور ګام دی.
ناصر جنجوعه د کابل په سفر تللی ؤ او د پلاوي ترڅنګ يې د افغان صدر اشرف غنی سره په صدارتي ماڼۍ کې په يو شمېر مهمو مسلو خبرې کړې وې.
د فرورۍ د مياشتو په لمړيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د کابل يو پلاوي د اسلام اباد سفر کړی ؤ خو دغه دوه ورځنۍ خبرې بې له کومو ښکاره نتيجو پای ته رسېدلی وې.
دغه خبرې هم د افغانستان ـ پاکستان د سولې او يو والي د کاري پلان لاندې شوې وې.
له دغې يواځې څو ورځې وروستو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کابل کې د چيف اف ډيفنس په غونډه کې د ګډون دپاره کابل ته تللی ؤ.
د فرورۍ په وروستيو کې په کابل کې د سولې دوېمې پروسې په غونډه کې اشرف غني پاکستان ته د سولې د خبرو وړانديز کړی ؤ.
هغه ويلي ؤ" "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".
د افغانستان ـ پاکستان د سولې او يو والي د کاري پلان په سر خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د افغانستان په اړوند د امريکې لخوا د سخت فشار لاندې دی.