په کوټه کې پرون د دوشنبې/ ګل په ورځ يو وسله وال بريد کې د څلورو عیسايانو د وژنې زمه واري تندروه ډلې داعش منلې ده.
په کوټه کې پرون په شازمان سړک په يوه رکشه کې روان پينځه تنه چې يوه پکې ښځه او ماشومه شامل ؤ وسله والو پرې ډزې کړې وې.
پېښه کې درې تنه سړي او ښځه وژل شوي او ماشومه ژوبل شوې وه.
داعش منلې چې په کوټه کې عيسايان د داعش وسله والو په نخښه کړي دي.
داعش له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابيلو برخو کې د ترهګرو بریدونو زمه وارۍ منلي دي خو د پاکستان چارواکي وايي داعش ډله په پاکستان کې په منظم ډول شتون نه لري.
د کوټې پوليسو ويلي پرون په هدف شوې عيسايان د يوې کورنۍ غړي او د پنجاب صوبې څخه کوټې ته د خپلوانو ليدو ته ورغلي وو.
پوليس ويلي په رکشه د دواړو غاړو نه ډزې شوي او ناست کسان پکې په هدف شوي وو.
پېښه کې په نخښه کړی شوؤ کسانو پېژندګلو د عمران مسيح، طارق مسيح، پروېز مسيح او فردوس په نومونو شوې ده.
ژوبل شوې ماشومه سحر پروېز د پروېز مسيح لُور ده.