د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) چې په اتم اپرېل پېښور کې د اولسي غونډې اعلان کړی او ځای يې ورته ټاکلی دی په ټولنيزو رسنيو دې غونډې ته بيلابيل غبرګون ويل کيږي.
ډېری خلکو د پي ټي اېم په اولسي غونډه کې د ګډون کولو ويلي او په نورو یې غږ کړی چې ګډون پکې هم وکړي او ځينو يې مخالفت کړی او بد رد يې پسې ويلي دي.
د صبور کاکړ په نوم تن په فېس بوک د پي ټي اېم پاڅون او اولسي غونډې ته شعرونه ليکلي دي،
پروېز نيازي د منظور پشتين پېل کړي غورځنګ ستاينه کړې ده.
واحد اچکزي ويلي ډېر لرې يم کنه ضرور اولسي غونډې ته ګډونه له ورتلم.
ډېرو خلکو ليکلي چې مونږ په غونډه کې ګډون نشو کولی خو په ټولنيزو رسنیو به ورسره ملګري يُو.
ځينې کسان په ټويټر داسې ويډيو پېغامونه خپاره کړي چې پرون د دوشنبې/ ګل په ورځ قبايلي مشرانو د ګورنر خېبرپښتونخوا اقبال ظفرجګړا سره ليدلي او وايي فاټا کې امن دی.
دوي دغه پوسټونه د پي ټي اېم په تناظر کې خپاره کړي چې قبايلي مشران د پښتون ژغورنې د غورځنګ په اړه څه نظر لري.
خو بل لور ته نن په ټويټر د پي ټي اېم په ملاتړ کې ډېری کسانو د افغانستان د مشرانو د جرګې عکسونه خپاره کړي چې هلته د جرګې غړو د منظور پشتين په رنګ په سر کړې خولۍ (ټوپۍ) په سر کړي او دوي سره د ملاتړ څرګندونه کوي.