لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه : د تحریک طالبان پاکستان د وژونکي ډلې کمانډر نیول شوی


د بلوچستان صوبې وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو ادعا کړې چې د ۱۶ پوليس افسرانو په وژنه کې ککړ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وژونکې ډلې مشر يې نيولی دی.

بزنجو د سه شنبې/ نهې په ورځ بلوچستان صوبه کې د امنيت د جاج اخستو په موخه د يوې غونډې وروستو دغه خبره کړې ده.

هغه ويلي، دغه تن " فضل حق غايبزی د ټي ټي پي د هدفي وژونکو مشر دی او هغه د سه شنبې په شپه د پوليس او ملېشې ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيول شوی دی.

د پاکستان د ناقراره صوبې بلوچستان په سر ښار کوټه کې يواځې د فرورۍ په مياشت کې په پوليس او ملېشې ځواک باندې دوه وسله والو بريدونو کې شپږ سرتيري وژل شوي وو.

بزنجو ويلي غايبزي منلې چې د هغه سره د پينځه ؤ غړو ډله وه او د کوټې په بېلابيلو برخو کې يې د پوليس لوړ پوړي افسران او د ملېشې سرتيري په نخښه کړي دي.

د بلوچستان وزیراعلی دا ادعا په داسې وخت کې کړې چې د دوشنبې/ ګل په ورځ په کوټه کې څلور عيسايان په ډزو وژل شوي وو.

د عيسايانو د وژنې زمه واري داعش ډلې منلې وه.

بزنجو ويلي د ټي ټي پي نيول شوی کمانډر د کوټې سره تعلق لري او پلار يې په جومات کې امام دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي غايبزي په پلټنو کې ویلي چې دوي ته به په سپين بولدک د يو تربيتي مرکز چلوؤنکي افغان کمانډر رازق اچکزۍ په وژنو پېسې ورکولې.

هغه ويلي د دوي يو ملګري عاصم محمد حسني به د ترهګرۍ د پېښو او وسلې پټولو دپاره خپله ښځه کاروي او پير انيي الزمان د بلوچستان د ټي ټي پي مشر او وژونکې ډله هغه جوړه کړې ده.

بلوچستان صوبه کې د تيري اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ پېښې دوام لري.

چارواکي وخت په وخت په صوبه کې د امنيت ټينګولو ادعاوې کوي خو د دغو ادعاؤ ترڅنګ په امنيتي ځواکونو د ډزو، بمي او ځانمرګو بريدونو پېښې هم رامنځته کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG