لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس ويلز :پاکستان د امريکې سره په ملګرتیا د افغانستان په سوله ييز حل کې رول لوبولی شي


د جنوبي او منځنۍ اسيا په چارو کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې مېرمن ایلس ویلز ويلي، "پاکستان د امريکې سره په ملګرتیا د افغانستان په سوله ييز حل کې رول لوبولی شي".

مېرمن ايلس ويلز د پاکستان د يوې اوونۍ په سفر کې د پوځ مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخيزه اړيکو ترڅنګ د افغانستان د سولې د بهير په سر خبرې اترې کړي دي.

په اسلام اباد کې د امريکې د سفارتخانې ترمخه ويلز د پاکستاني چارواکو سره د جنوبي اسيا دپاره د امریکايي تګلارې په اړوند غږېدلې او پاکستان ته يې ورياده کړې چې په خپله خاوره د موجودو ټولوترهګرو نوغی اوباسي، او په دوه اړخيزه اقتصادي او سوداګريزو چارو باندې يې هم ورسره خبرې اترې کړي دي.

مېرمن ويلز افغانستان کې د سولې راوستو په لړ کې د پاکستان د کردار په اړه ويلي،

"د تاشکند د غونډې په تناظر کې د افغانستان د سولې په تړاؤ د پاکستان د رول په اړه په نړيواله کچه د موافقې يادګېرنه کړې او ويلي يې دي پاکستان د امریکې په ملګرتيا کولو د افغانستان دسولې په لړ کې رول لوبولی شي".

د مارچ په وروستۍ اوونۍ کې د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د افغانستان د سولې دپاره د ۲۳ هېوادونو د استازو دوه ورځنۍ غونډه شوې او افغان حکومت د دغه غونډې وروستو ويلي ؤ،

د تاشکند په غونډه کې په نړیواله او سیمه ییزه کچه د افغانستان د سولې د بهیر په لومړي ځل ملاتړ وشو او له وسلوالو طالبانو وغوښتل شو چې له شرایطو پرته له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي.

ايلس ويلز د دوشنبې/ ګل په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ليدلي او هغه سره يې هم د افغانستان د سولې په سر خبرې کړې وې.

د پوځي بيان ترمخه جنرال باجوه ايلس ويلز ته ویلي چې هېواد یې په سیمه او ځانګړي ډول افغانستان کې امن غواړي، او پاکستان له نورو سیمه ییزو هېوادونو هم دا تمه لري چې په دغه لړ کې خپل مثبت رول ولوبوي.

مېرمن ويلز د پاکستان په سفر کې د کورنيو چارو وزير احسن اقبال، د رياستونو او سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ، د وزيراعظم د مالي چارو مشاور مفتاح اسماعيل، بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه، د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پاکستان دپاره استازي سره هم ليدلي دي.

ويلز په خپل سفر کې کراچۍ ته هم ورغلې او وزيراعلی سندهـ مرادعلي شاه او سوداګرو سره يې ليده کاته شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG