لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ته دپاکستان دوزیراعظم سفر به طالبان دولت سره خبرو ته کښېنوي؟


دپاکستان وزیراعظم ښاغلی شاهد خاقان عباسي سبا (شنبه) په داسې حال کې دافغان ولسمشر اشرف غني په بلنه دکابل په سفر ځې چې دتیرې مودې راهسې د دواړو هیوادونو اړیکې د تاؤ تریخوالي ښکار دي اؤ کابل په اسلام اباد دطالبانو دمرستې تورونه لګوي

دپاکستان دخارجه دفتر ویاند ویلي کابل ته دپاکستان د وزیراعظم دا اوسنی سفر د سولې دخبرو د وړاندیز دلړۍ یوه کړۍ اؤ د سیمه ییز امن باوري کولو دهڅو برخه ده.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته د سولې د وړاندیز کولو وروسته دپاکستان وزیراعظم ته هم دکابل د سفر بلنه ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ دا به د دوؤ هیوادونو ترمینځ د سولې دخبرو دخبرو پیل وي.

دجنورۍ میاشت کې کابل کې پرله پسې د ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو نه وروسته د ورانکارۍ ددغو پېښو پړه طالبانو په غاړه اخستې وه اؤ ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ چې پاکستان دطالبانو مرکز دی.

افغان ولسمشر وخت په وخت په پاکستان تورونه لګولي چې طالبان یې خپل لاس کې نیولي اؤ په افغانستان یې نا اعلانه جګړه مسلط کړې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دانامنۍ علت دافغان دولت خپلې کمزورۍ دي.

دپاکستان دخارجه دفتر ویاند خپل بیان کې ویلي چې وزیراعظم عباسي به دکابل سفر کې د ولسمشراشرف غني ، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اؤ سیاسي مشرانو سره لیدنې کوي .

ویاند ویلي په دغه ناستو کې به په سوداګریزو، معاشي،دفاعي اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په چارو خبرې کولی شي اؤ ددې ترڅنګ به پاکستان څخه دافغان کډوالو خپل هیواد ته دبیرته ستنولو په چارو هم خبرې وشي.

د ویاند ترمخه د دواړو هیوادونو مشران به اولسونو د تګ راتګ سیوا کولو اؤ په سیاسي کچه د تماسونو پراخه کولو په غرض د ویزو په معاملو هم وغږیږي.

کابل ته دپاکستان د وزیراعظم دسفر نه وړاندې روانه اوونۍ کې دپاکستان دخارجه سکترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو لوړپوړې ډلې هم دکابل سفر کړی ؤ اؤ افغان چارواکو سره په بیلابیلو خبرې کړې وې.

افغان دولت اعلان کړی چې پاکستاني چارواکو سره یې خبرو کې ځینې مهم پرمختګونه شوي خو داساسي ستونزو هواری لا پځایې پروت دی.

دافغان دولت لخوا طالبانو ته د سولې د شوي وړاندیز نه وروسته کابل ته پاکستان د وزیراعظم دغه سفر ته څیړونکي‌ زیات ارزښت ورکوي اؤ وایي چې پاکستان ته به دنړیوالو فشارونو له امله افغان دولت سره دطالبانو خبرو ته په کېښنولو کې د وړاندې په نسبت یو اوس یو څه مثبت کردار ترسره کول وي.

امریکایي چارواکي وایي هغوئ په پاکستان فشارونه سیوا کړي ترڅو طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي خو تیره ورځ دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور واضحه دعوه کړې وه چې طالبان دپاکستان دلاس لاندې نه دي چې هره خبره به یې ومني یا به دپاکستان په خوله افغان دولت سره روغه وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG