لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم ـ افغان مشرانو سره په مهمو موضوعاتو خبرې او تمې


افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي نن د جمعې په ورځ د کابل يو ورځنی سفر کوي.

عباسي به افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله سره وويني او د اقتصاد، امنيت او ترهګرۍ پرضد جګړې ترڅنګ د افغان کډوالو بيرته ستنېدو په موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

عباسي ته د ولسمشر غني د دوه اړخيزه خبرو بلنه

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ته په رسمي ډول د کابل د سفر بلنه ورکړې وه. ښاغلي غني د مارچ په ۱۷م نېټه د کابل په سفر د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه ته د وزيراعظم د سفر بلنه ورکړې وه.

اشرف غني ويلي ؤ، د پاکستان د وزیراعظم د بلنې اقدام يې د دوؤ ریاستونو ترمينځ د هر اړخيزو خبرو دپاره ګام پورته کول دي.

د کابل د سفر مهم موضوعات

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر ترمخه وزيراعظم عباسي به افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې په "شريکو ګټو، په دوه اړخيزه سياسي پياوړتيا، اقتصاد، امنيت او ترهګرۍ پرضد همکارۍ، د افغان کډوالو په بيرته ستنېدو، د نشه يي توکو د توليد او مخدره توکو د سوداګرۍ پرضد مبارزې، د افغانستان د سولې د بهير او سيمې په سياسي او امنيتي وضع باندې خبرې وکړي.

ويل شوي وزيراعظم به د افغان سياسي مشرانو سره هم وويني.

په پاکستان د امريکې فشار

د پاکستان وزيراعظم په داسې حال کې د کابل سفر کوي چې اسلام اباد د افغانستان په اړوند د واشنګټن د سخت فشار سره مخ دی.

امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ تير کال د اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله اعلان کړې تګلاره کې او بيا د روان کال په لمړۍ ورځ په ټویټر خپل پېغام کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

صدر ټرمپ ويلي پاکستان په تيرو ۱۵ کلونو کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي ټګي يې ورسره کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي. امريکې په دغسې کولو د پاکستان پوځي امداد هم ودرولی دی.

افغانستان او امریکا د پاکستان نه څه غواړي

افغانستان او امريکا تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې او نورو هغه ترهګرو ته پناه ورکړې څوک په افغانستان کې ترهګري کوي.

کابل او واشنګټن په اسلام اباد ټینګار کوي چې په خپله خاوره د ټولو ترهګرو ډلو پرضد غوڅ عمليات وکړي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او بيا بيا دغه خبره تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې طرفه عمليات کړي دي.

پاکستان د دې فشار سره هم مخ دی چې طالبان د افغان حکومت د سولې خبرو ته کښېنولو کې خپل رول ولوبوي.

د اشرف غني په پاکستان د سولې د خبرو غږ

افغان ولسمشر د فرورۍ په ۲۸م د کابل پروسې دوېم کانفرنس د لارې په پاکستان د سولې د خبرو غږ کړی ؤ.

نوموړي ويلي ؤ "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تډرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

د پاکستان په طالبانو اثر

د پاکستان د بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه تيره میاشت د امريکې د سفر په مهال ويلي ؤ امريکا د پاکستان نه تمه کوي چې طالبان به د افغان سولې خبرو ته راولي،

هغې ويلي ؤ " کېدی شي په تير وخت کې پاکستان په دوي (طالبانو) ځینې اثر لرو خو اوس مونږ (پاکستان) هغه اثر نه لرو چې په دوي فشار واچوؤ اوخبرو ته يې کښېنوؤ".

ښاغلې جنجوعه ويلي ؤ "بايد افغان حکومت طالبانو ته داسې وړانديز وکړي چې هغوي د خبرو مېز ته راشي".

د عباسي د کابل د سفر نه څه تمې کېدی شي؟

د پاکستان او افغانستان اړيکې د تيرې اوږدې مودې نه تاؤژنې دي او دواړه هېوادونه د يو بل پرضد د خپلې خاورې کارولو تورونه هم لګوي.

دا چې په وروستيو کې د امريکا، افغانستان او پاکستان لوړ پوړ چارواکو د يو بل د هېوادونو سفرونه هم کړي خو دا چې د پاکستان د وزيراعظم د کابل د سفر نه څه تمه کېدی شي؟.

څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا به ختمول وي، څو پورې چې د کابل او اسلام اباد په يو بل د بې باورۍ خاتمه نه وي شوي له وړاندې هم دغه ډول سفرونه او ليدنې شوي خو هيڅ ګټورې نتيجې يې مخې ته نه دي راغلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG