لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۲۵ ترهګر وژل شوي،‌۲۰ژوبل


افغانستان کې د داعش اؤ طالبانو په ضد دافغان ځواکونو په تازه عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۴ ترهګر وژل شوي اؤ شل نور ژوبل شوي دي ،

دافغانستان ددفاع وزارت وايي هوايي ځواکونو د ترهګرو په ځالو بمبارۍ هم کړي چې هغوئ ته یې ستره ضربه اړولې ده.

دنوي کال د پیل راپدیخوا افغانستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمینځ د جګړو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ دواړه خواوې په دغو جګړو کې یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.

دافغانستان ملي دفاع وزارت دجمعې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دافغانستان ۱۳ؤ بیلابیلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې دداعش دغړو په شمول ۲۵ ترهګر وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

په تیر یو شواروز کې دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، اروزګان، زابل، بادغیس، کندوز، جوزجان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

ددفاع وزارت وایي په دغو عملیاتو کې د ترهګر په ځالو بمبارۍ هم شوي اؤ هغوئ ته درانه زیانونه اوښتي دي خو داعش یا طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته دسولې وړاندیز کړی ؤ خو دغه وړاندیز ته طالبانو تر اوسه جواب نه دی ویلی اؤ‌ په افغان ځواکونو یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

افغانستان کې میشت د امریکا اؤ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن له وړاندې څخه خبرداری ورکړی چې سږکال به افغانستان کې دداعش اؤ طالبانو په ضد عملیات نور هم سخت اؤ پراخه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG