لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسېنیټ چئیرمین اؤ داپوزیشن مشرې فاټا کې داصلاحاتو دمسودې منظورؤلو ژمنه کړې


دپاکستان دسینیټ چئیرمین ښاغلي صادق سنجراني اؤ په سینیټ کې د مخالفې ډلې مشرې شیري رحمان فاټا کې د اصلاحاتو پځایې کولو ملاتړ کړی اؤ هېله یې ښودلې چې د سیینیټ راتلونکې غونډه کې به دفاټا اصلاحاتو قانوني مسوده منظوره کړل شي.

دپاکستان د دولتي خبري ادارې په یو راپور کې ویل شوي چې د سینیټ چئیرمین دقبائیلي ځوانانو یوې جرګې سره په لیدنه کې هغوئ ته باور ورکړی چې دا ځل به دسېنیټ لخوا ارو مرو فاټا کې د اصلاحاتو پځایې کولو مسوده منظوریږي.

ښاغلي سنجراني ویلي چې هغه د قبائیلي اولس د ستونزو څخه خبر دی اؤ دهغوئ د محرومیو لرې کولو دپاره غواړي چې قبائیلي سیمو کې په پراخه کچ اصلاحات پځایې شي.

دسېنیټ مشر ویلي کله چې قبائیلي سیمو ته د سترې محکمې اؤ هائیکورټ د واک لمن پراخه شي نو له امله به یې فاټا کې په پراخه کچه د اصلاحاتو دپاره دروازې هم پرانستل شي.

د ځوانانو دغه ډلې ته په سېنیټ کې د مخالفې ډلې مشرې شیري رحمان هم باور ورکړی چې مخالفې ډلې به سېنیټ کې د فاټا اصلاحاتو کوټلی ملاتړ کوي اؤ قبائیلي اولس ته د انصاف په ترلاسه کیدو کې به یوه موقعه هم دلاسه ورنکړي.

دپاکستان حکومت تیرکال ژمنه کړې وه چې قبائیلي اولس ته دهغوئ دټولو بشري،سیاسي اؤ جمهوري حقونو ورکولو دپاره به فاټا کې اصلاحات پځایې کولی شي.

حکومت دا ژمنه هم کړې وه چې فاټا به دپښتونخوا صوبې برخه جوړوي اؤ سږکال د جون په میاشت کې کیدونکو ټولټاکنو کې به دخیبر پښتونخوا صوبې اسمبلۍ کې قبائیلي سیمو ته هم نمائندګي ورکوي خو وروسته یې دغه ژمنې سرته ورنه رسولې.

فاټا کې د اصلاحاتو پځایې کولو دپاره پروسکال د فاټا نه منتخبو پارلیماني غړو، سیاسي ګوندونو، طالبعلمانو اؤ دمدنی ټولنې غړو سخت احتجاجونه هم کړي وؤ اؤ هغوئ سره بیا،بیا وعدې شوې وې چې حکومت به فاټا کې اصلاحات پځایې کوي خو دوخت په تیریدلو سره دغه احتجاجونه هم ساړه شول اؤ حکومتي ژمنې هم هیرې شوې

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG