لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: "تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ"


منظور پشتين
منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د يکشنبې/ اتوار په ورځ اولسي غونډه کوي او د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي ستاسو د مخې نيولو دپاره هڅې شوي او روانې دي خو تاسو بايد پُرامنه پاتې شئ خپل صلاحيتونه د خپلې مبارزې دپاره په کار راولئ.

د ننۍ اولسي غونډې نه وړاندې په خپلو خبرو کې پشتين ويلي، "د ننۍ جلسې د ناکامولو دپاره چې څومره کوششونه چې د دوي نه کېدل هغه يې وکړه او کوي يې، خو مونږ به د انسانيت او ائين د لارې د انصاف غوښتنې په پرامنه ډول کوو".

په سوشل ميډيا خپل پېغام کې نوموړي ويلي "تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ، تاسو به پرامنه وئ، او چې څوک په تاسو ډزې کوي او چاؤدنې کوي هغه رانيسئ هغه قانون ته سپارۍ په خپله به پرې تشدد نه کوئ، چاته به بد رد نه وايئ".

پېښور کې نن د پي ټي اېم د اولسي غونډې دپاره د پرون يکشنبې/ خالي د ورځې راهسې د ملک د بېلابيلو برخو څخه د کاروانونو په شکل کې د خلکو د ورتګ لړۍ روانه ده.

بېګاه د شپې د وزيرستان، بلوچستان او خېبرپښتونخوا د جنوبي سیمو څخه ډېره اسماعيل خان ته راټول شوي خلک پېښور ته روان شوي وو.

منظور ويلي "زمونږ مبارزه پُرامنه ده، زمونږ لار د انسانيت ده او ائيني ده او د دې دپاره بايد مونږ منظم پاتې شو". هغه زياته کړې که ترې دې حده خبره لاړه هم شي بيا به هم د غورځنګ غړي پُرامنه وي، مونږ د امن لاره خوښه کړې ده.

نوموړي د غورځنګ په غړو او پلويانو غږ کړی "د چا په مخالفت کې مه کاروئ د مظلوم د ظلم قيصې وليکئ راښکاره يې کړې په نورو خبرو خپل صلاحيتونه او توان مه ضايع کوئ".

هغه دا هم ويلي چې د کوم ګوند مخالفت مه کوئ او نه پي ټي اېم د چا سره مخالفت کوي ځکه دوي مخالفت له نا انصاف له راوتلي دي، "مونږ هغو له هم انصاف غواړو چې څوک مو مخالفت کوي".

د پېښور د ننۍ اولسي غونډې دپاره د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې د تيرو څو ورځو راهسې کمپاين روان ؤ او پېښور کې نه د پي ټي اېم ځوانانو او ښځينه غړو هم په دغه کمپاين کې برخه اخستې او وايي د پېښور ننۍ غونډه به تاريخي وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG