لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین:دپاکستان په ریاست نور باور نه لرو، نړیوال ضامن به راکوي


دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پشتین ویلي که ریاست نور د پښتنو سره خبرې کوي نو پښتانه یې په خوله باور نه لري‌،‌نړیوال ضامن به ترې غواړي.

نوموړی وایي” راؤ انوار مو محکمې ته راښکلو اؤ اوس د زرګونو پښتنو په قتل کې دککړ احسان الله احسان وار دی ، اؤ داحسان الله احسان نه وروسته به جنرال پرویز مشرف محکمې ته راکاږو”

دښاغلي پشتین وینا ده “چا چې هم په پښتنو ظلمونه کړي هغوئ به داسې نه پریږدو د پښتنو د وینو حساب به ورسره کوؤ”

داتوار په ورځ پېښور کې دپښتون ژغورنې د غورځنګ یوې سترې جلسې ته پخپله وینا کې منظور پشتین وویل اوس پښتانه خلک د غدار ، را اؤ این ډي ایس دایجنټ په ټاپو نه شي ویرولی اؤ ، اؤ څومره چې په پښتنو ټاپې وهل کیږي ، دومره به دپښتنو دبیدارۍ تحریک په غورځنګونو راځي.

منظور پشتین د خواوشا ۵۰ زرو پښتنو دغه درنې جلسې ته په داسې حال کې خپله وینا کوله چې د جلسې په برخه والو اؤ پخپله په منظور پشتین په شیبو شیبو باران وریدو ، خو د جلسې برخه والو د منظور پشتن وینا ته چکچکې کولې اؤ شعارونه یې ورکول چې “دا څنګه ازادي ده” اؤ” دترهګرۍ ترشاه پوځ ولاړ دی “

پخپله وینا کې منظور پشتین وویل” مونږ چې کومې غوښتنې ریاستي ادارو ته ایښې وې هغه نه دي پوره شوي اؤ اوس که ریاست له دې وروسته مونږ سره خبرې کوي نو په خوله هیڅ باور نه کوؤ مونږ به ترې نړیوال ضامن غواړو”

هغه وویل د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې دپاکستان دائین اؤ قانون د لاندې دي اؤ ترڅو چې ریاست د پښتنو دا غوښتنې نه وي پوره کړي د پښتنو پرامنه مبارزه به دوامداره وي.

هغه وویل که په دې هیواد کې محکمې دانصاف دپاره وي نو بیا به دغو محکمو ته پښتنو ته هم انصاف ورکول وي . ځکه چې دپښتنو وینې له محکمو پشي شا په بې دردۍ سره توئیول شوي ،‌ټول ائیني، قانوني اؤ جمهوري حقونه یې د پښو لاندې کړل شوي ،اوس به ریاست ته د پښتنو غوښتنو ته غوږ نیول وي.

ښاغلي پشتین وویل “نن هم زمونږ د زرګونو فعالینو مخه نیول شوې تر څو دې جلسې ته را ونه رسیږي خو بیا هم پښتنو په ګڼ شمیر ځان دخپلو حقونو غوښتنې ته رارسولی اؤ ریاست ته وایي چې مونږ دې دښمنان نه یو ،‌دپوځ‌ په ضد نه یو ولاړ خو مونږ ته ژوند راکړه، سوله راکړه،‌ خپل حقونه راکړه اؤ بېګناه مو مه وژنه “

هغه وویل دپښتون ژغورنې د غورځنګ ډیرو فعالینو ته د ریاستي ادارو لخوا د وژلو اؤ بیلا بیل ګواښونه کیږي خو که ددې غورځنګ یو غړي ته هم نقصان ورسیدو نه بیا به دپښتنو ځواب ډیر سخت وي.

منظور پشتین پخپله وینا کې دحکومت نه وغوښتل چې د پیښور د ارمي پبلک سکول د ماشومانو ترڅنګ څومره پښتانه هم په قبائیلي سیمو ، پښتونخوا، کراچۍ یا کوئټه کې وژل شوي دهغې د پلټنو دپاره دقضایي کمیشن جوړ کړل شي اؤ که داسې نه کیږي نو پښتانه به په دې سوچ مجبوره شي چې ریاست ورسره د پردو په څیر چلند کوي.

هغه وویل ریاستي ادارې دې تکړه شي په مونږ دې تورونه لګوي خو مونږ به پښتانه رابیداروؤ‌،‌په ۲۲ م اپریل به دپنجاب سر ښار لاهور اؤ‌په ۲۹ اپریل به ورته سوات کې ښې درنې جلسې کوؤ‌.

هغه وویل دلاهور اؤ سوات تر څنګ به ډیر زر په ټوله پښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو کې هم دپښتنو رابیدارؤلو دپاره جلسې راجوړولی شي.

دغه جلسې ته د نورو برڅېره د پي ټي ایم مشرانو علي وزیر، ډاکټر سیدعالم محسود ، محسن داوړ اؤ ګڼ شمیر نورو هم ویناوې وکړې اؤ دپاکستان‌ په ریاستي ادارو یې تورونه ولګول چې دپښتنو په وینا یې تر اوسه کاروبار وکړو خو نور به ورته پښتانه اجازه ورنکړي چې دهغوئ وینې خرڅې کړي.

جلسه کې د ۲۰۰۰ نه د زیاتو هاغو کورنیو غړو هم برخه لرله چې خپل خپلوان یې پوځ یا استخباراتي ادارو پورته کړي اؤ له اوږدې مودې بې درکه دي.

مظور پشتین وویل ریاستي ادارو ورسره دبې درکه کسانو د محکمو ته د وړاندې کولو ژمنه کړې وه خو اوس هغه پوښتنه کوي چې دغه ژمنه ولې پوره نه شوه اؤ په زرګونو پښتانه زلمي نن ولې ریاستي ادارو پخپل سره قید کې ساتلي دي؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG