لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د تاریخي جلسې د مینځ خبرې


دپښتون ژغورنې دغورځنګ ننۍ جلسې دپاره دپېښور په رینګ روډ د سرحد پوهتنون مخې ته یو لویې میدان جوړ کړل شوي ؤ.

په دغه میدان کې دجلسې برخه والو دپاره ۳۰زره کرسۍ اچول شوې وې خو د ماسپېین یوې بجې نه وروسته دومره مخلوق په جلسه ګاه ورمات شو چې کرسۍ پکې ښکاریدلې هم نه اؤ حتی په دغه پراخه میدان کې د پښې ایښودلو ځایې ورک شو.

وروسته دخلکو ځایې کولو دپاره د میدان نه تاؤ‌ قناتونه وغورځول شول .

دسحر نه په جلسه کې سور نمر لګیدلو اؤ خلک ګرمۍ زیات پریشانه کړي وؤ خو د کچه غرمې نه وروسته په اسمان ګورې کورې وریځې خورې شوې اؤ موسم بیخي یخ شو.

دجلسې میدان کې دکنټینرو په مدد یو لویې سټیج جوړ کړل شوی ؤ اؤ دمیډیا د کوریج دپاره بئیل کنټینر ودرؤل شوی ؤ.

دغه جلسې ته دپاکستان دبیلابیلو ټي وي چینلو ډي سي این جی یانې یا د کوریج ګاډي ورغلي وؤ خو په جلسه ګاه کې موجودو ددغو چینلو خبریالانو یو بل ته په جار ویل چې زمونږ چینلې دا جلسه ښایي نه خو هسې یې رالیږلي وؤ.

د اردو ژبې د ستر پاکستاني چینل دیو رپورټر(چې نوم اخستل یې مصلحتاً مناسب نه ګڼو) دخولې نه خو په خندا کې داخبره هم وختله چې “مونږ یې ځکه رالیږلي یو چې که چرته بم خلاص شي ، یا بله بده پېښه وشي نو چې خبر یې ورکړو”

د جلسه ګاه نه ګیر چاپیره په سوؤنو پولیس په وردۍ اؤ ساده جامو کې ځایې پځایې کړل شوي وؤ اؤ حتی په ګیر چاپیره لوړو ودانیو هم پولیسو مورچې نیولې وې.

خو دپولیسو ترڅنګ دپښتون ژغورنې غورځنګ په سوؤنو زلمي پخپله هم د امنیت چارو تر سره کولو ته چمتو ولاړ وؤ.

دجلسې دمیدان نه بهر خواوشا لس زره بسونه ، موټرې ، فلائنګ کوچونه اؤ نور ګاډي د سړک په غاړه اؤ پیوست پراخه میدان کې ولاړ وؤ چې دهیواد د بیلابیلو برخو نه پکې پښتانه دغه جلسه کې دګډون دپاره راغلي وؤ.

هر جلوس چې به د جلسې میدان ته دننه کیدلو دا شعارونه به یې ورکول چې” یہ جو دہشت گردی ہے ۔ اس کے پیچھے وردی ہےږ ځوانان مو قتل کیږي‌،‌دا څنګه ازادي ده ،‌کورونه مو ورانکاري دا څنګه ازادي ده؟ ‌نر پښتون ، باتور پښتون ، منظور پښتون ، منظور پښتون ”

د ښځو یو لویې شمیر هم په دغه جلسه کې شریک ؤ د پښتنو په روایتي د ټوپۍ بورقه کې رانغښتې میرمنې پکې په ګڼ شمیر لیدل کیدلې.

په ټوله جلسه کې میرمنو،‌ماشومانو اؤ د زاړه عمر سړو دخپلو بې درکه شوؤ خپلوانو عکسونه ګرځول اؤ خلکو ته بې خلک فریادونه رسول.

د سټیج سکترې ثناء اعجاز اعلان وکړو چې ددغه جلسې په مهال ورته بیلابیلو کورنیو دهاغو دوؤ زرو کسانو نومونه سپارلي چې پوځ اؤ امنیتي ادارو پورته کړي‌ دي.

د پي ټئ ایم د ترانې “دا څنګه ازادي ده “سره به په زلمو کې جوش اؤ ولوله لیدل کیدله اؤ دسټیج اؤ جلسه ګاه نه به په زرګونو خلکو دا زمزمه کوله چې “دا څنګه ازادي ده”

دجلسې د ټولو نه دخفګان ډکه صحنه هاغه وه چې کله دخیبرایجنسۍ یوه میرمن سټیج ته راوبلل شوه اؤ هغې په جذباتي انداز کې دجلسې برخه والو ته د خپل میړه د لادرکه کیدلو نه وروسته دخپلو بچو اؤ خپل د سختو اؤ‌کراؤونو ډک ژوند بیان کړو.

دغه میرمن وویل پینځه ماشومان لري،‌دوه پکې د وینې په کینسر اخته دي ، نه پوهیږي چې دپلار دنشتوالي په صورت کې ددغو ماشومانو دپاره وینې پیداکولو پسې وګرځي‌ که د خپل لادرکه میړه د خوشې کولو دپاره دخلکو مخې ته په فریادونو پسې وګرځي؟

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین چې کله دجلسې میدان ته راننوتلو نو په زرګونو خلکو شعارونه پیل کړل چې -نرپښتون، باتور پښتون. منظور پشتون، منظور پښتون.

دمنظور پشتین وینا ته د ودریدلو لږه شیبه وروسته په اسمان کې د کړز ګړوز سره په شېبو باران شروع شو خو په جلسه کې شریک زلمي اؤ میرمنې چې دباران اوبه ترې لاندې څڅیدلې ، په میدان د منظور پشتین وینا ته غږ وؤ‌ اؤ د ازادۍ نعرې یې وهلې.

دماسپښین د یوې بجې نه پیل شوې دغه جلسه خواوشا پینځه نیمې بجې پایي ته ورسیدله

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG