لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د اردو ژبې رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته کورېج ور نه کړ


په پېښور کې د اتوار- یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په لویه تاریخي جلسه کې په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو خو د پاکستان اکثرو اردو چاپي او ټیلیویژني رسنیو پرې سترګې پټې او غوږونه کاڼه ساتلي وو.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډیلي ټایمز د نننۍ ګڼې په اداریه کې د پاکستاني رسنیو دغه ګام له ژورنالیزم سره یوه لویه دوکه بللې او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان یو ټیلیویژن هم په دې برخه کې له ژورنالنیزم سره انصاف نه دی کړی.

ډېلي ټاېمز په خپله اداریه کې لیکي، د پېښور دغه جلسه د دغه ښار په تاریخ کې یوه لویه غونډه وه، چې په لسګونو زره پښتانه پکې راغونډ شوي وو او د خپلو ایيني حقونو غوښتنه يې کوله خو د پاکستان رسنۍ یا میډیا پرې سترګې پټې کړې.

د پاکستان په نننیو ورځپاڼو کې هم د پېښور د پرونۍ سترې جلسې په اړه څه نه تر سترګو کېږي. د پېښور یو اوسېدونکی عماد خان وایي، نن یې په تنده د پېښور ورځپاڼې وپلټلې خو د پرونۍ جلسې په اړه یې څه پکې ونه موندل:

"په اخبار کې پرونۍ جلسه ګورم، له سره بیان پکې نه دی راغلی، همدغه وجه به وي چې د پښتنو جلسه وه ځکه څه نه دي پکې راغلې او عام چې دوه سوه کسان وي یا سل کسان وي په نیوز [ټيلیویژن خبرونو] کې هم راځي په اخبار کې هم راځي، خو دا پکې نه دي راغلي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې شریکې ښځې چې خپلوان یې جبري لادرکه شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې شریکې ښځې چې خپلوان یې جبري لادرکه شوي دي.

د یوې اندازې له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرونۍ جلسه کې شاوخوا څلوېښت زره کسانو ګډون کړی وو، چې د لادرکه جبري پښتنو د کورنیو د ښځو په شمول ګڼ شمېر نورو ښځو او ماشومانو هم پکې ګډون کړی وو.

د پي ټي ایم جلسې ته د پاکستاني ټیلیویژني چېنلونو خبریالان او د لایو کورېج موټر هم ورغلي وو، خو جلسې ته یې پوښښ (کورېج) ور نه کړ. یو خبریال ناصر داوړ چې پرون د پېښور جلسې ته ورغلی وو، وایي خپلې ادارې ته یې د جلسې په اړه ټیکرونه [یوه کرښه خبر چې د ټیلیویژن پر پرده چلېږي] ور لېږل خو هغوی نه خپرول:

"زموږ د یوه خبریال ملګري حتی یو ټیکر [یو خبر] هم نه چلېږي، زه فکر کوم موږ دې ته راغلي یو چې که دلته چاودنه وشي، مړي وشي، غوښې تویې را تویې شي بیا به موږ ډېر تکړه یو او دا به ورته وایو چې دومره کسان مړه او ټپیان شول. زما خیال زموږ ادارې همدا غواړي".

پاکستاني چارواکي او د پاکستان د ټیلیویژني رسنیو د کنټرول اداره (پېمرا) وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د رسنیو له خوا د کورېج نه ورکولو موضوع په دوی پورې اړه نه لري، خو پر ټولنیزو رسنیو اکثرو خلکو په خپلو تنقیدونو کې ویلي، چې پاکستاني رسنیو د پاکستان د پوځ او استخباراتو په امر د پېښور جلسې ته کورېج ور نه کړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG