لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مشال خان د وژنې د مقدمې پېښور هائيکورټ ته منتقل کولو امر شوی


د پېښور هائيکورټ سرپرست قاضي وقار احمد سېټهـ امر کړی چې د مشال خان په قضيه کې د اورل شوې فېصلې پرضد ټول خواستونه دې د پېښور هائيکورټ ته رايو ځای کړی شي.

د مشال خان د وژنې د قضيې د فېصلې پرضد د هغه کورنۍ او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ترڅنګ د سزاوارو لخوا هائيکورټ ته بېلا بيل خواستونه شوي چې پکې ياده فېصله چېلنج کړی شوې وه.

د خېبرپښتونخوا حکومت څارنوال وقاراحمد خان عدالت ته ويلي د مشال خان د وژنې په قضيه کې د اورول شوې فېصلې پرضد صوبايي حکومت، د مشال پلار اقبال خان او د هغه ورور اېمل اقبال او سزاوار شوؤ هم خواستونه کړي دي.

وکيل افتخار احمد پېښور هائيکورټ د قضيې د اورېدنې رايوځای کولو په پرېکړه اعتراض کړی او ويلي يې دي چې د وژنې په قضيه کې ځینې سزاوار شوي اوس هم د هري پور په زندان کې دي او دوي د هائيکورټ د اېبټ په اباد په څانګه کې د سزا پرضد خواستونه کړي دی.

خو د مشال د کورنۍ وکيل بېرسټر اميرالله چمکنۍ ويلي دغه پېښه چې د مردان سره تړاؤ لري د پېښور هائيکورټ په واکمنۍ کې راځي ځکه د قضيې اورېدنه دې په پېښور کې وشي.

هغه ويلي د مقدمې د هري پور د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت ته يواځې د امنيت د اندېښنې له کبله لېږل شوې وه او اوس حالت بدل دي پېښور هائيکورټ کې يې اورېدنه کېدی شي.

وکيل ويلي نه يواځې صوبايي حکومت او د مشال کورنۍ بلکې په فېصله کې د سزاوار شوؤ لخوا هم پېښور هائیکورټ کې خواستونه شوي دي.

د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښورهائيکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې څلور کاله بند اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

د مشال د کورنۍ وکيل فضل خان اېډوکېټ ويلي ؤ دوي د دغه فېصلې پرضد هم خواست کړی دی.

د فرورۍ د مياشتې په اوومه نېټه د خېبرپښتونخوا په هري پور زندان کې د ترهګرۍ د مخنیوي د عدالت قاضي فضل سبحان د مشال خان د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځه ؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو بند سزا اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

د پېښور هائيکورټ د اېبټ اباد څانګې په داسې حال کې د ۲۵ کسانو د سزاګانو معطل کولو او د هغوي د خوشي کېدو د ضمانتونو منظوري ورکړې چې له دغې دوه ورځې وړاندې د مشال د پلار اقبال خان پينځه وکيلانو د اوومې فرورۍ په فېصله کې د سزاګانو پرضد اپيلونه کړي وو.

او له دې نه هم وړاندې د مشال ورور د ۲۶ خوشي شوؤ کسانو پرضد هائيکورټ ته خواست کړی ؤ.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د ۲۰۱۷م د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د هغه زده کوونکو ملګرو او د پوهنتون انتظاميې د مذهب د سپکاوي په تور په تشدد او ډزو وژلی ؤ.

د مشال د وژنې مقدمه په ۶۱ کسانو درج شوې چې پکې د صابر مايار د نیولو سره ۶۰ کسان پوره شو او يو تن چې اسدکاټلنګ نوميږي لا هم پټ دی.

XS
SM
MD
LG