لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یاسرشاه د انګلېنډ او ائيرلېنډ سره سياليو نه بهر شوی


د پاکستان تکړه اسپنر بالر ياسر شاه د ټپي کېدو وروستو د انګلېنډ او ائيرلېنډ سره کېدونکو ټيسټ سياليو څخه بهر شوی دی.

راپورونه وايي ياسرشاه په خپله پلارنۍ سيمه صوابۍ کې لوبېدو او په دغه مهال يې په د پښې په کنډولۍ کې سټرېس فرېکچر راغلی دی.

ډاکټرانو ياسرشاه ته د دوه نيمو مياشتو (لسو اوونيو) پورې د دمې کولو ويلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ په رسمي ډول د ياسر شاه په اړوند رسمي بيان نه دی خپور کړی خو ويل کیږي د هغه په ځای لوبډله کې شاداب خان شامل کړی شي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې چیف سېلکټر انضمام الحق رسنيو سره په خبرو کې پخلی کړی چې ياسر شاه به د ائيرلېنډ او انګلېنډ په سفر کې د لوبډلې برخه نه وي.

نوموړي د ياسرشاه نشتوالی غټ تاوان بللی دی.

د پاکستان او ائيرلېنډ ترمنځ يواځينۍ ټېسټ سیالي په ۱۱م مئي او بيا انګلېنډ سره دوه سيالۍ په ۲۴م مئ او جون په لمړۍ نېټه ټاکل شوي دي.

ياسرشاه په کال ۲۰۱۴م کې د بالر په توګه لوبډله کې شامل شوی او ټيسټ کرکټ يې لوبولی دی نوموړي تراوسه پورې په ۲۸ ټيسټ لوبوکې تر ټولو زيات ۱۵۴۶ اوورونه کړي او ۱۶۵ وکټې يې اخستي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG