لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لنډي کوتل کې د لوبو دوه اوونيزه خوندوره مېله پای ته رسېدلې


په قبايلي سيمه خېبر ايجنسۍ کې د خېبر د ځوانانو د سازمان لخوا د لوبو دوه اوونيزه خوندوره مېله پای ته رسېدلې او په پايله کې يې لويو وړو لوبغاړو د لوبو خوندورې نندارې وړاندې کړې.

د خېبر په مرکز لنډي کوتل کې د لوبو دغه مېله د ځوانانو د نشه يي توکه څخه لرې ساتلو او صحت منده هلوځلو پله راوستل او په هغې کې بوخت کول د مقصد دپاره راجوړه کړی شوې وه.

خېبر ايجنسي چې د تيرې يوې مودې نه د بدامنۍ او تندلاريتوب سره مخ پاتې شوې په سيمه کې د امنيتي وضعې سره د لوبو دغه ډول مېلې هم سېوا شوي چې پکې ځايي لوبغاړي په غټه کچه برخه اخلي.

لنډي کوتل کې د لوبو په دوه اوونيزه مېله کې د سائيکلو زغل، اوږد زغل، فټ بال، مارشل ارټس، رسه کشۍ خوندورې لوبې شوي او د نندارې د پای په ورځ ماشومانو هم خوندورې لوبې او نندارې وړاندې کړي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي دغه ډول مېلې او نندارې د ځايي خلکو د ساعت تيري دپاره خوندور ماحول راجوړوي کوم څه چې په سيمه کې د نشت برابر دي.

خو په لوبو کې برخه اخستونکي لوبغاړي بيا ګيله کوي چې نه خو دغلته دوي ته رسمي لوبغالی شته او نه نورې اسانتياوې موجودې دي.

خېبر ايجنسۍ کې هم د دغه ډول لوبو د مېلو څخه تکړه لوبغاړي راوتلي او د علاقې نوم يې روښانه کړی دی.

په وروستيو کې د خېبر ايجنسۍ نه شاهين شاه افريدی، عثمان شينواری او ثمين ګل د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې ته راغلي او ځان يې د تکړه لوبغاړو په حېث ورپېژندلی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG