په افغانستان کې د امنيت او ثبات لپاره د شورا مشر عبدالرب رسول سياف د پاکستاني وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره د کابل د سفر په مهال د ليدو څخه انکار کړی ؤ.
دغه خبره د پخواني جهادي مشر سياف ویاند کړې ده.
د افغانستان د ځايي رسنيو ترمخه مسعود تريشتوال ويلي، سياف د عباسي سره د نه ليدو مطلب دا نه دی چې هغه د سولې مخالف دی خو نوموړي ته بلنه د پاکستان لخوا شوې وه د افغانستان لخوا ورته نه وه شوې.
د پاکستان وزيراعظم د تيرې جمعې په ورځ د کابل په يو ورځني سفر تللی ؤ.
خاقان عباسي په خپل سفر کې د ولسمشر اشرف غني او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله نه علاوه د څو سياسي مشرانو سره هم ليدلي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ترمخه عباسي د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدين حکمتيار، د اجرائيه رياست دوېم مرستيال استاز محمد محقيق، د سولې عالي شورا مشر استاز محمد کريم خليلي او محاذ اسلامي ګوند د مشر پيرسيد حامد ګېلاني سره ليدلي وو.
عباسي دغو مشرانو ته د پاکستان د حکومت او اولس د ملاتړ پېغام ورکړی چې پاکستانۍ ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره ژمنه ده.
افغانستان کې په رسنیوکې په دې خبره هم بحثونه تاؤده دي چې څه وخت افغان مشرانو د پاکستان د وزيراعظم سره ليده کاته کېده په دغه وخت يواځې د پاکستان بېرغ لګېدلی افغان بېرغ نه ؤ لګول شوی.