لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو پوځي بيان ته د سيمې خلک څنګه ګوري؟


د پاکستان د قبايلي سیمې فاټا سره تعلق لرونکي سياستمدار، زده کوونکي او خبريالان وايي د فاټا د قامي چوکاټ کې شاملېدو په لار کې غټ خنډ د مسلم ليګ ن حکومت دی او دا چې د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو پوځ هم ملاتړ کوي خو ښکاري پوځ په دې کار کې ‌‌‌‌‌‌ډير سنجيده نه دی.

د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باوجوه په مشرۍ پرون د چهارشنبې/ شورو په ورځ د لوړو پوړو پوځې چارواکو (کورکمانډرانو)غونډه شوې چې پکې ويل شوي "اولس ته د امن ګټې هله رسېدای شي چې د خلکو له غوښتنو سره سم د دې هېواد قبایلي سیمه (فاټا) له مرکزي بهیر (مېن سټریم) سره وتړل شي".

د باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکی سياسي مشر اخونزاده چټان وايي د هغه په نظر د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو په لار کې دوه غټ خنډان دي.

د پيپلزګوند نه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړي ډيوه سره په خبروکې وويل يو دا چې " غبن کوونکي چارواکي (بېوروکرېټس) چې د فاټا نه په غېر قانوني مالي ګټي لري هغوي د فاټا قامي چوکاټ ته راوستو څخه خلک بد ګمانه کوي لکه څنګه يې چې د سيمې خلکو ته د رائې د حق ورکولو په وخت کړي وو".

دوېمه دا چې د مسلم ليګ ن حکومت نه غواړي چې فاټا قامي چوکاټ ته راشي ځکه چې "د هزاره ډويژن نه د مسلم ليګ ن ډلې سره د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ ډېر غړي راځي او دغه ممبران بيا په صوبايي حکومت جوړولو کې مهم رول لوبوي او که فاټا په صوبه کې شاملیږي نو دغه رول به ختم شي، ځکه دوي نه غواړي چې فاټا په صوبه کې شامله شي".

د فاټا سره تعلق لرونکی خبريال صفدر داوړ وايي، د فاټا اصلاحاتو دپاره حکومتي کمېټۍ مشري چې وزيراعظم په خپله کوي او پوځي مشر يې هم غړی دی او قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ نه پاس شوې ده د دې باوجود اصلاحات نه کېدل غټه ناکامي ده.

ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، " داسې نه ده چې پوځ د فاټا اصلاحات نه غواړي، خو ښکاري چې په دغه اړوند سنجیده نه دی".

نوموړي زياته کړه لکه اوس چې د سيمې نه د پښتون ژغورنې غورځنګ راولاړ شو او نورې هلې ځلې کيږي او د سيمې خلک راپاڅي نو د هغې غټ علت هم د فاټا اصلاحات دي که هلته اصلاحات عملي شوی وی نو د سيمې خلکو به هم ويلی وی چې اؤ حکومت دوي هېر کړي نه دي خپل وګړي يې شماري.

هغه وويل د فاټا قامي چوکاټ ته راوستل نه يواځې د سيمې او ملک بلکې د افغانستان هم په ګټه تماميږي. خو وايي که د دې موجوده حکومت په وخت کې د فاټا قانوني مسوده د سېنېټ نه پاس نشوه نو تراوسه پورې چې په دغه اړوند څومره محنت او کړاوونه شوي ټول به بې ځايه لاړ شي.

د فاټا د زده کوونکو د اتحاديې غړی نظام الدين هم د فاټا په صوبه کې نه شاملولو تور د مسلم لیګ ن په حکومت لګوي.

"د مسلم ليګ ن اتحادي ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمااسلام ف د اصلاحاتو مخالفه وو او مسلم ليګ ن خپل اتحاديان نه خفه کوي".

هغه وويل د قبايلي سيمې ځوانان تعليم، سوله او پرمختګ غواړي بايد پوځ او واکمن دې په دوي رحم وکړي او قامي چوکاټ کې دې شامل کړي.

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ائي ايس پي ار له دې وړاندې هم وار په په وار د فاټا قامي چوکاټ کې د شاملولو خبره کړې ده خو په ښکاره يي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملېدوملګرتيا يا مخالفت نه دی کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمااسلام ف نه علاوه د ملک زياتره سياسي ګوندونه او د فاټا اولس غواړي چې سيمه دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شي.

خود مسلم ليګ ن اتحاديان محمود خان اچکزی او مولانا فضل الرحمان بيا دريځ لري چې د سيمې د راتلونکې په اړوند دې د فاټا د خلکو نه تپوس وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG