که څه هم پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) په اتم اپرېل پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په اولسي غونډه کې د ګډون څخه خپل غړي منع کړي وو خو د ياد ګوند مشر عمران خان د پي ټي اېم غوښتنې تاييد کړي دي.
عمران خان خان ويلي هغه به په قبايلي علاقو کې په چيک پوسټونو د نرمۍ کولو، د ښخ ماينونو پاکولو او بې درکه شوؤ خلکو په اړوند د پوځي مشر جنرال قمرجاوېد باجوه سره خبره وويني.
نوموړي دغه خبرې پرون د چهارشنبې په ورځ پېښور کې د خپل ګوند يوې دستورې ته په وېنا کې کړي دي.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم دغه غوښتنې کوي چې په ټولو پښتنو سيمو کې د پښتنو د عدالت نه لرې وژنې دې بندې کړی شي، بې درکه يا بندي کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي، په پوځي چيک پوسټونو دې د خلکو بې ځايه زورولو لړۍ ودرول شي او په قبايلي علاقو کې د طالبانو يا پوځ لخوا ښخ ماينونه دې پاک کړی شي.
په اتم اپرېل پېښور کې د پي ټي اېم د اولسي غونډې نه وړاندې د پي ټي ايي د پېښور مشر شاه فرمان په ټويټر خپور کړي پېغام کې ويلي ؤ چې د تحريک انصاف ټول غړي دي د پښتون ژغورنۍ غورځنګ څخه ډډه وکړي.
د پي تي اېم د اتم اپرېل په اولسي غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرانو نه علاوه په ښکاره بل کوم سياسي او مذهبي ډلې ګډون نه ؤ کړی او په ياده غونډه کې د زرګونو په شمېره کې خلک شريک شوي وو.
د يادې غونډې وروستو په ټويټر د پي ټي ايي يوې مشرې شيرين مزاري هم په ټويټر ويلي ؤ
"رياست بايد هر څوک خپل وګڼي. مونږ د بېلابيلو قوميتونو نه جوړ يو قام يُو او بايد دا زمونږ قوت جوړ شي نه چې کمزوري. زمونږ د هغو خپلو خلکو سره خبرې چې ځان د بنيادي حقونو څخه محرومه ګڼي دا د رياست او حکومت زمه واري ده بايد دوي سره خبرې وکړي".
پي ټي اېم د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د پښتون ځوان نقيب الله مسيد د پوليس په جعلي مقابله کې د وژنې وروستو د ډېره اسماعيل خان څخه د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو ضلعو د لارې اسلام اباد ته لاريون کړی ؤ.
له دغې وروستو پي ټي اېم خپل فعاليتونه دوامداره ساتلي بلوچستان کې يې جلسې کړي او د پېښور په غونډه کې د غورځنګ مشر منظور پشتين اعلان کړی په ۲۲م اپرېل به لاهور کې اولسي غونډه کوي.
د پي ټي اېم نه يواځې په ټول ملک کې روان دی بلکې د دغه غورځنګ د غوښتنو په ملاتړ کې افغانستان، امريکا او يورپي هېوادونو کې هم احتجاجي لاريونونه او مظاهرې شوي دي.