لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي ټي ایم فعالیتونو نه به ملت پاله ګوندونه سیاسي ګټې واخلي که عمران خان؟


په اتم اپریل پېښور کې دپښتون ژغورنې دغورځنګ د درنې جلسې نه وروسته دپاکستان دپوځ فعالیتونو ته دشک په نظر کتل کیږي اؤ څیړونکي ویره څرګندوي چې اوس پوځ دپي ټي ایم د دباؤ په نتیجه کې دخپل لوري داخستل کیدونکو ګامونو سیاسي ګټه د خپل خواخوږي ګوند تحریک انصاف لمنې ته اچول غواړي.

داتم اپریل دجلسې نه وروستو دپاکستان دننه دوه مهم پوځي فعالیتونه لیدل شوي ،لمړی دا چې په دیر کې پوځي چیک پوسټونه پولیسو ته وسپارل شول اؤ دوهم دا چې دچهارشنبې په ورځ دپوځ دسرلښکر په مشرۍ د پوځي جنرالانو یا کور کمانډرانو غونډه کې دنورو سیمو د واک سول انتظامیې ته د سپارلو اشاره هم شوې ده.

هرڅو که پوځ دا خبره نه ده کړې چې ګنې دغه ګامونه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاجي فشارونو له امله اخستي خو په سوشل میډیا په سوونو پښتنو فعالینو دپوځ ددغو ګامونو دهرکلي ترڅنګ ددې کریډټ یا ویاړ دمنظور پشتین په مشرۍ پښتون تحفظ موومنټ ته ورکړی دی.

دپي ټي ایم غوښتنې دعمران خان په خوله

د چهارشنې په ورځ چې کله د پوځ د سرلښکر جنرال قمر باجوه په مشرۍ دکور کمانډرانو غونډه روانه وه عین په هم دغه وخت دپاکستان دپوځ دهمغږي سیاسي ګوند مشر عمران خان په پېښور کې اعلان وکړو چې هغه به د پوځ سرلښکر سره خبره کوي چې قبائیلي سیمې خیبرپښتونخوا کې ورګډي، چیک پوسټونه ختم اؤ دقبائیلي سیمو څخه مائنونه پاک کړي.

دعمران خان دغه خبرې په اصل کې د پي ټي ایم هاغه غوښتنې دي چې پوځ نه یې دتیرو دوؤ میاشتو څخه کوي خو په دغو غوښتنو منظور پشتین اؤ دهغه ملګري دپاکستان په میډیا اؤ سوشل میډیا د “را” اؤ” این ډي ایس “ایجنټان یادیږي اؤ عمران خان ته پرې په سوشل میډیا دهغه پلویانو خراج وړاندې کړی دی

خولې بیلې خو نظرونه یو

دچهارشبنې په ورځ د عمران خان ددغو څرګندؤنو نه وروسته چې څنګه دپوځ د جنرالانو د غونډې خبر په مطبوعاتو خپور شو نو د عمران خان اؤ پوځ په بیان کې هیڅ توپیر نه لیدل کیدلو.

پوځي بیان کې ویل شوي چې د ترهګرۍ په ضد دشوې جګړه میوه په هاغه صورت کې قبائیلي اولس ته په ښه شان په لاس ورتلی شي چې فاټا په قامي ځاندره کې راګډه کړل شي یا په اسانو ټکو کې چې قبائیلي سیمې دخیبر پښتونخوا برخه جوړه کړی شي.

ددې ترڅنګ دپوځ په دغه بیان کې د نورو سیمو سول انتظامیې ته د سپارلو لوري ته هم اشاره شوې چې مطلب یې چیک پوسټونه دپوځ نه پولیس یا دخاصه دارو ځواکونو ته سپارل دي.

دپښتون ژغورنې دغورځنګ په تابیا په اتم اپریل پېښور کې دمنظور پشتین په مشرۍ په لسګونو زره کسان راوتلي وؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې پوځ دې بې درکه کړل شوي پښتانه عدالتونو ته وړاندې کړي.

ددغه جلسې برخه والو دا غوښتنې هم لرلې چې په پوځي‌ چیک پوسټونو دې پښتنو سره د سپکاوي ډک چلند بند کړل شي اؤ دقبائیلي سیمو نه د مائن پاکۍ ترڅنګ دې د محکمو نه پشي شا د وژل شوؤ پښتنو د وژنو پلټنو دپاره باید قضایي کیمسیون جوړ کړل شي.

د پي ټي ایم ددغو غوښتنو په ملاتړ نه یوازې دامریکا دسپینې مانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره شوې ده بلکې د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې میشت پښتانه سړکونو ته وتلي اؤ پاکستان کې پښتنو سره د روان زیاتي په ضد یې شعارونه ورکړي دي.

څیړونکي وایي اوس دپښتنو د مظلومیت غږ ټولې نړۍ ته رسیدلی اؤ دپاکستان پوځ له دې پرته بله لار نه لري چې ددوئ دغو جائزو ائیني اؤ قانوني غوښتنو ته غوږ ونیسي خو که پوځ ددوئ غوښتنې پوره کوي هم نو خپلې سیاسي ګټې به ترې اخلي.

عبدالحئ حیران په فیس بک لیکي چې پوځ غواړي دخپلو اخستل ګیدونکو ګامونو ګټه د تحریک انصاف لمنی ته وغورځوي اؤ راتلونکو ټولټاکنو کې یو ځل بیا پښتانه په هغه ورمات کړي اؤ قام پرست سیاسي ګوندونه پرې وټکوي.

خو پښتانه قامپرست ګوندونه بیا لا تر دې مهاله داسې واضحه تګ لاره په لاس کې نه لري چې د غیر سیاسي تنظیم پي ټي ایم د سیوري لاندې د راټول شوي پښتون قوت نه به راتلونکو ټولټاکنو کې څنګه سیاسي ګټه واخلي؟

دپېښور جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرانو اؤ ورکرانو ښکاره ګډون کړی ؤ اؤ دعوامي نیشنل پارټۍ مشران ددغه جسې نه نه یوازې پخپله لرې پاتې شوي بلکې خپل غړي یې هم دغه جلسې ته د ورتګ څخه منعې کړي وؤ.

خو کتل به داوي چې هغه مطالبې کومې چې د پي ټي ایم په خوله دي اؤ دپښتنو ملاتړ یې ځانته راجلب کړی دی په راتلونکو ټولټاکنو کې به عمران خان دغه مطالبې د ووټ په شکل کې کېش کړي که دپښتنو ملت پاله ګوندونه به هم ورته څه لاره جوړه کړي؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG