لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنظور پشتین په تحریک پښتو او انګریزۍ ژبه کې فلم جوړیږي


په پېښور کې میشته د افغانستان یو کاروباري شخصیت زرجان وطنپال اعلان کړی چې نړۍ ته دپښتنو دغږ په موثر ډول رسولو دپاره به دپښتون ژغورنې د غورځنګ په فعالیتونو ډیر زر په پښتو اؤ انګریزي ژبه یو فلم جوړ کړي.

دپښتو وتلی فلسماز شاهد خان وایي که دفلم په کېسه په ښه توګه کار وشي نو هغه باور لري چې پښتانه به دغه فلم خوښ کړي .

دزیارت په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي زرجان وطنپال وویل هغه دا ګني چې د منظور پشتین تحریک د مظلومو اولسونو دحق دپاره راپورته شوی اؤ اوس دې تحریک یوه نړېواله بڼه موندلې ده ځکه نو غواړي چې نړۍ ته دفلم دلارې هم د پښتنو دا غږ په ښه ډول ورسوي.

هغه وویل دفلم د کېسې بنیادي سوچ به یې د بې درکه شوؤ کسانو د کورنیو په دردمن وضعیت ولاړ وي .

ښاغلي وطن پال وویل دفلم د کېسې لیکلو دپاره به ډیر زر د یو وتلي اؤ سنجیده لیکوال سره تماس ونیسي اؤ په دغه فلم کې به د افغانستان اؤ پاکستان وتلي فلمي ستوري دکار دپاره راونیسي.

هغه وایي” له دې وړاندې پاکستاني فلمونو اؤ‌ ډرامو کې پښتون د ترهګر په توګه ښودل شوی خو هغه به نړۍ ته وښایي چې پښتون ترهګر نه دی بلکې ترهګرۍ ځپلی دی”

ښاغلی وطن پال وایي چې دفلم شوټنګ به په پاکستان اؤ افغانستان دواړو هېوادونو کې کوي اؤ هڅه کوي چې دغه فلم په راتلونکي لویې اختر دپاکستان اؤ افغانستان په سیینیماګانو نندارې ته وړاندې شي.

زرجان وطنپال که هر څو په فلمي نړۍ کې له دې وړاندې سرمایه ګزاري نه ده کړې خو وایي ګڼ شمیر ملګري یې داسې شته چې د فلمي نړۍ سره تړلي دي اؤ هغوئ سره په مشوره به ټول ګامونه اخلي.

هغه وویل ددغه فلم به په انګریزي ژبه کې ژباړه هم کولی شي تر څو دپښتنو تر څنګ د نړۍ ټول قامونه د پښتنو د مظلومیت نه خبر شي.

کله چې مو د پي ټي‌ ایم په فعالیتونو دجوړیدونکي دغه فلم موضوع د پښتو فلمونو د وتلي ستوري اؤ فلسماز شاهد خان سره شریکه کړه نو هغه وویل “دا ډیر ګټه ور سوچ دی اؤ که دفلم په کېسه لږ په ښه ډول کار وشي، کاروباري ضرورتونه پکې په نظر کې ونیول شي نو هېله ده چې پښتانه به یې خوښ کړي”

هغه وویل پخپله یې هم په تیرو وختونو کې دپښتنو په موجوده وضعیت درې فلمونه جوړ کړي چې خلکو خوښ کړي دي اؤ اوس هم غواړي‌ چې دغسې نور فلمونه جوړ کړي خو اوس سینیما ګانې په ختمیدو دي نو ځکه نه شي کولی چې دغه لړۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلي شاهد خان وویل اوس د پښتنو نوی کهول تعلیم یافته دی اؤ غواړي چې په سنجیده موضوعاتو فلمونه وګوري خو اصل ستونزه دا ده چې پښتو فلم پسې شاته ریاستي یا د میډیا مرستې نه شته.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG