لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د مشال په قضيه کې د انصاف سره هغه عمل وشو کوم چې د مشال سره شوی ؤ"، اقبال خان


د مردان د عبدالولي خان پوهنتون وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار اقبال خان وايي " د مشال خان د وژنې په قضيه کې د انصاف سره هغه عمل وشو کوم چې د مشال سره شوی ؤ او دا تير يو کال پرې ډېر په تکليف کې تېر شو خو دوي ثابت قدم ولاړ دي".

د صوابۍ سره تعلق لرونکی د ژورنالزم زده کوونکی مشال خان کال وړاندې په ننۍ ورځ د مذهب د سپکاوي په تور زده کوونکو او د پوهنتون کارکوونکو په تشدد او ډزو وژلی ؤ.

وروستو د پولیس په رپوټ کې ويل شوي ؤ په مشال د دروغو تورلګول شوی او وژل شوی ؤ.

ډیوه سره په خبرو کې اقبال خان وويل "په دې ملک کې خو په تاريخ کې کله انصاف نه دی شوی خو بيا هم مونږ د دې ملک د ائين او د دستور او د قانون په چوکاټ کې لګيا يُو د انصاف دپاره هلې ځلې کوو او خپلې هڅې به دوامداره ساتو".

هغه زياته کړه دوي ته داسې په ښکاره ګواښونه نشته خو وايي "مشال خان هم په رڼا ورځ او امنيتي ادارو په وړاندې وژل شوی ؤ" او مونږ ويره نه محسوسوؤ.

هغه وويل "د انصاف دپاره اوڅومره مشالونه چې دا وخت په کورونو کې دي د هغو د ژوند او تعليم دپاره به دوي هڅې او مبارزه کوي او دوي غواړي چې دا ملک لږ ترلږه د قانون په چوکاټ کې راشي".

دا چې د مشال په قضيه کې ډېر خلک خوشي شو هغو خلکو ته هرکلي وويل شو، دغې پوښتنې ته په ځواب کې اقبال خان وايي" دغه څه کېدلو دې رياست ته په مخ څپېړه ورکړه دا خو بارود دي چې کرل شوي په دې ملک کې د ۴۰ کالو نه، هغه زهر نصاب ته دننه شوي او واکمنو له پکار دي چې دغه بيانيه اوس بدله کړي دا نوره د چلېدو نه ده خلک د جنګ نه تنګ شوي دي".

هغه وويل د مشال خان د وژنې وروستو د امنيت له کبله د هغه د خوېندو وروڼو د تعليم سلسله اودرېدلې ده.

د مشال خان د وژنې مقدمه په ۶۱ کسانو درج شوې چې زياتره پکې د پوهنتون زده کوونکي وو، په ياده مقدمه کې اوس هم اسدکاټلنګ نومې تن لا نه دی نيول شوی.

په اول سر کې په دې مقدمه کې ۵۷ کسان نيول شوي او د هري پور په زندان کې يې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت اورېدنه کوله او بيا د روان کال فرورۍ په ۷م نېټه قاضي فضل سبحان د قضيې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځه ؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو بند سزا اورول شوې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

وروستو بيا د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښورهائيکورټ د اېبټ اباد څانګې د هغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې څلور کاله بند اورول شوی او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

خو د يادې فېصلې پرضد د مشال خان کورنۍ او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د پېښور هائيکورټ ته خواستونه کړي چې فېصلې ته دې بيا کتنه وشي.

اقبال خان وايي دوي نه يواځې هائيکورټ بلکې د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار ته به هم خواست کوي چې د مشال خان په قضيه کې انصاف وشي کنه دغه تندروه سوچ لرونکي خلک به سبا هر چاته لاس اچوي.

نن د مشال خان په ياد کې د هغه په قبر د قران خوانۍ دستوره راجوړه شوې، پېښور پرېس کلب کې د ښځو په مشرۍ د مدني ټولنې لخوا خبري غونډه کيږي او پېښور پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن لخوا هم د يوې دستورې تابيا شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG