لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي له افغانانو سره به د سوکاله هېواد په جوړېدو کې مرسته کوي


د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په هندوستان کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوراج سره ولیدل.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شویدي، چې دواړو خواوو د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي، د افغانستان د دفاع وزیر د ملي پخلاینې په برخه کې د افغان حکومت د نوې تګلارې، د ترهګرو په وړاندې د مبارزې او د نشي توکو د کر، تولید او قاچاقو په اړه خپلې ارزونې شریکې کړې.

اعلامیه وړاندې لیکي، افغان دفاع وزیر د هېواد د بیارغونې، اقتصادي ودې او د افغان امنیتي ځواکونو په برخو کې د هندوستان د مرستو قدرداني وکړه.

په بیان کې دا هم راغلي دي، چې افغان حکومت او ولس له هند څخه غواړي چې په افغانستان کې خپل رغنده رول لا زیات او نور هم ورته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغان امنیتي ځواکونو د مېړانې ستاینه وکړه چې د خپل هېواد دفاع کوي او په دې لاره کې ستره قرباني ورکوي.

هند به له افغانانانو سره د یو سولیز، خوندي، متحد او سوکاله هېواد په جوړېدو کې مرسته کوي. هند ژمن دی چې د افغانستان له لومړیتوبونو سره سم به ددغه هېواد د ودې او پرمتګ په برخه کې خپل شراکت ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG