لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبرتانیې صدراعظمه:په سوریه شوي بریدونه بریالیتوب سره مخ شوي


د برتانیې وزیراعظمې تهریسامی په شام د اتحادي هیوادونو لخوا شوی برید بریالی ګرځولی اؤ ویلي یې دي “کیمیایي وسلې له مینځه وړل زمونږ په ګټه دي”

امریکا، برتانیه اؤ فرانس تیره شپه په شام د میزائیلو بریدونه پیل کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې دشام یو شمیر دکیمیاوي وسلو دجوړونې مرکزونه اؤ ګودامونه یې په نخښه کړي دي.

روس په شام شوي دغه برید باندې غصه ښکاره کړې اؤ امریکه ته یې ګواښ کړی چې اوس به ددې بریدونو پائیلي هم ویني.

لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې د برتانیې وزیراعظم تهریسامی ویلي “کیمیایي وسلې د عامو وسلو په توګه جائزې نه شي منل کیدلی اؤ مونږ سره ثبوتونه په لاس کې شته چې دشام حکومت دخلکو په ضد کیمیايي وسلې کارولي دي”

هغې ویلي په شام د بریدونو په مهال هڅه شوې ده چې خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي اؤ په دغو بریدونو کې یوازې د کیمیایي وسلو ګودامونه اؤ دسمبالښت ځایونه په نخښه کړل شوي دي.

هغې وویل دغه بریدونه د پروسږنو بریدونو څخه زیات طاقتور وؤ اؤ مقصد یې د شام دحکومت کیمیايي توان له مینځه وړل وؤ.

هغې تور ولګولو چې د شام صدر بشارالاسد څلور کرته په اولس د کیمیایي وسلو بریدونه کړي دي چې دغه بریدونه کله هم جائز نه شي ګڼل کیدلی.

له دې وړاندې وزیراعظمې تهریسامی ویلي وؤ چې لویدیز خپلې ټولې سفارتي هڅې کړې وې چې دشام صدر بشارالاسد د کیمیايي وسلو د استعمال څخه منعې کړي خو دشام اؤ روسیې حکومتونو دغه هڅې ناکام کړې وې.

XS
SM
MD
LG