لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان نه د شمالي وزيرستان د کډوالو وروستی پړاؤ په ۱۸م اپرېل پېليږي


د شمالي وزيرستان پوليټيکل انتظاميه وايي چې افغانستان ته د سيمې څخه کډوال شوؤ خلکو بيرته راستنېدو درېم او وروستی پړاؤ د روانې میاشتې اپرېل د ۱۸م څخه پېلوي.

د شمالي وزيرستان د پوليټيکل انتظامیې لخوا افغانستان ته د کډوال شوؤ مسؤل غني الرحمان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي په دې پړاؤ کې به ټول کډوال بيرته راستنولی شي.

نوموړی چې کره شمېره نه ښايي خو وايي اوس هم لا د وزيرستان د زرګونو په شمېره کې کډوال په افغانستان کې دي او په دې وروستي پړاؤ کې به د غلام خان د بندر د لارې د ورځې په سر نزدې ۵۰ کورنۍ پاکستان ته راړوي.

هغه وويل دا خلک به د خوست د ګلان کېمپ څخه د کاروان په شکل کې راولي.

هغه زياته کړه د کډوالو د راتلو پروسه به تر هغې روانه وي څو پورې چې ټول کډوال بيرته نه وي راستانه شوي او که په دې پړاؤ کې څوک پاتې شو نو له دې وروستو به دوي د سختوکړاؤنو سره مخ کيږي.

په خوست کې د شمالي وزيرستان دکډوالو د شورا يو غړي مولاجان ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوي د بيرته ستنېدو په لړ کې درې بنيادي غوښتنې لري.

يوه دا چې د بېلابيلو علاقو څخه کډوال ګلان کېمپ ته د راتلو کرايه نه لري ځکه د دوي دپاره دې د جنوبي وزيرستان د انګور اډې لاره خلاصه کړی شي تر څو دوي په لنډه لاره پاکستان ته بيرته راستون شي.

دوېمه دا چې دوي سره کوم سامانونه او ګاډي دي چې هغوي ځان سره بيرته راوړي ګنې دوي به دغلته په پاتې کېدو مجبوره وي.

درېمه دا چې دوي په افغانستان کې هم کډوال دي او چې بيرته بوتلی شي نو هلته به هم د کډوالۍ ژوند کوي، دوي غوښتنه کوي چې د کډوالۍ ژوند به تر کومې پورې کوي ټاکلی وخت دې ورته ورکړی شي.

دغو پوښتنو ته په ځواب کې غني الرحمان وويل، دوي سره يواځې د غلام خان د لارې انظامات دي چې کډوال بيرته راستانه کړي نوره برابرتيا نه لري.

هغه وويل دوي دې د ضرورت سامان غلام خان ته راورسوي د هلته نه بې انتظاميه د بکاخېلو کېمپ ته رسوي او د ګاډو راوستو په اړه يې د چارواکو سره خبرې روانې دي که اجازه ورته ورکړی شوه دوي بیا وروستو کولی شي چې ګاډي راولي.

هغه دا هم وويل چې د بکاخېلو په کېمپ کې ټولې اسانتياوې شته دوي هلته پاتې کېدی شي او که هلته نه پاتې کيږي نو يوه يا دوه اوونۍ وروستو دوي کولی شي چې چرته تلل غواړي لاړ دې شي.

او چې کله بيرته د دوي خپلې علاقې خلاصې شي نو د نورو خلکو ترڅنګ دې دوي هم بيرته لاړ شي.

هغه وويل بايد دغه خلک په دې پړاؤ کې بيرته راستانه شي کنه له دې وروستو به بيا دوي د ډېر مشکل سره مخ شي.

په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عملياتو نه د زرګونو په شمېره کې خلک افغانستان ته کډه شوي وو چې د افغان چارواکو په وېنا د دوي شمېره ۲۵ زره کورنۍ وې او د نړيوالو په ملاتړ يې مالي مرستې هم کيږي.

پاکستاني چارواکي وايي له دې وړاندې په دوه پړاوونو کې نزدې شپږ زره کورنۍ بيرته راستنې کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG