لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک د پاکستان په غټ اقتصاد اندېښنه څرګنده کړې


نړیوال بېنک د سويلي اسيا په اړوند خپل اقتصادي رپوټ کې د پاکستان په غټ اقتصاد او د هغې په پياوړتيا اندېښنه څرګنده کړې ده.

نړیوال بېنک ویلي چې د ملک د اقتصادي پرمختيا او د زرمباردله د ذخيرو ترمينځه د عدم ادايګۍ توازن سېوا کيږي او دا چې د دې دپاره د اقتصاد د پياوړتيا په لړ کې لنډمهاله فېصلې ضروري دي.

د بېنک وېنا ده چې پاکستان په کال ۲۰۱۸م کې د ۵.۸ فيصده ترقۍ پرلور روان دی خو د راتلونکو عامو ټولټاکنو وروستو د اقتصاد دننه دبرابرۍ د نشتوالي له کبله د ترقۍ رفتار کمېدی شي.

په دې اړه د اقتصادي چارو کاروپوهه ډاکټر معراج الحق وايي د ملک دننه غټه ستونزه تجارتي خساره ده. او په حکومتي کچه باندې د ګټې او د خرڅ ترمينځه برابرتیا نشته.

"تجارتي خساره زياته شوې ده د برامداتو او درامداتو ترمينځه خلا پېدا شوې ده يوه بله مسله چې تاسو سوچ وکړئ د مالي کال په مينځ کې د حکومت د خرچو او ټېکسونو ترمنځ فاصله ده، حکومت وايي چې دا د قامي امدنۍ (جي ټي پي) څلور فيصده ده خو زما په خيال دا اووه فيصدو ته رسېدلی ده".

هغه وويل زمونږ ملکي زرمبادله نه سېوا کيږي د هغې له سببه روپۍ د فشار سره مخ ده.

نوموړي زياته کړه د دغو ستونزو د راکمولو دپاره د صادراتو او ورداتو(درامدات او برامداتو) باندې کار کول پکار دي چې پاکستان ځانله په نړیواله کچه منډۍ ولټوي.

ښاغلی حق وايي دا وخت چې حکومت کوم اېمنسټي اسکيم راوستی دی په داسې ډول لنډمهاله ګامونه پورته کول ضروري دي چې د دغه لارې د برابرۍ نشوالي کموت د مینځه لرې کړی شي.

هغه وايي د پاکستان کرنټ اکاونټونه د خليجي ملکونو په پېسو چلیږي خو بل لور ته اقتصاد کمزوری او خلک يې اغېزمن کړي دي.

نړيوال بېنک په خپل رپوټ کې وايي چې د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) له کبله د ترقۍ شرح مخ په وړاندې ځي خو روان کال ۲۰۱۸م کې ملکي تجارتي خساره نوره هم سېوا کېدی شي دا وخت په پاکستان کې روان کال د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان د زرمبادله ذخيره ۱۲اربه ډالره ريکارډ کړی شوې وه.

نړيوال بېنک اندېښنه څرګنده کړې ده چې راتلونکو کلونو ۲۰۱۹م او ۲۰ م کې پاکستان کې د تېلو په بيعو اثر غورځېدی شي او دا به د بنيادي توکو په بيعو کې اضافه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG