لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په منظور پشتين ګومل پوهنتون ته په ورتګ بندېز لګول شوی


منظور پشتين
منظور پشتين

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې ګومل پوهنتون په منظور پشتين پوهنتون ته په داخلېدو بندېز لګولی دی.

منظور پشتين پينځه کاله د ګومل پوهنتون زده کوونکی او دوه کاله د قبايلي زده کوونکو د اتحاديې مشر هم پاتې شوی دی.

د منظور ملګری بلال وایي پرون د سه شنبې/ نهې په مازيګر دوي سره د منظور د پوهنتون سټي کېمپس ته ورتلل خو دوي ته په دروازه د ولاړ ساتونکي لخوا وويل شو چې په منظور پوهنتون ته په ننوتو بندېز لګول شوی دی.

ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل چې دوي ته بيا د پوهنتون لخوا هغه حکمنامه ښکاره کړی شوه په کومه کې چې د بندېز لګېدو امر شوی دی.

خو د پوهنتون رجسټرار ډاکټر دلنواز ډيوه سره په خبرو کې وويل، په منظور بندېز نه دی لګول شوی البته دوي ته د لوړ پوړو چارواکو لخوا لارښوونه شوې بايد منظور پوهنتون ته د راتلو نه وړاندې اجازت واخلي او انتظاميه خبر کړي.

هغه وويل منظور اوس يو عام تن نه دی پاتې او که هغه بيا هم د پوهنتون په هاسټل کې د چا سره پاتې کېدل غواړې نو بايد کوربه تن د پوهنتون انتظامیه په دې هم خبر کړي.

خو پرون د پوهنتون د ساتونکي مشر فريدالله خان لخوا په خپور شوي امر کې د منظور محسود د بندېز ويل شوي دي.

د منظور ملګري وايي هغه به زياتره د پوهنتون په هاسټل کې د ملګرو سره پاتې کېدو ځکه چې هغه په پوهنتون کې ډېر ملګري لري.

په منظور پشتين ګومل پوهنتون ته په ورتلو بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې نوموړی د پښتون ژغورنۍ د غورځنګ مشري کوي، او هغه د پاکستان د ائين لاندې په قبايلي سيمو او نورو پښتنو علاقو کې د امنيتي چارو ترڅنګ د بې درکه کسانو مالومولو او عدالت نه لرې وژنو د مخنيوي او پلټنو غوښتنې لري او په دغو غوښتنو کې په رياستي ادارو نيوکې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG