لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان سره په ټولو شخرو دولت په دولت خبرو ته تیار یو


دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي افغان دولت چمتو دی چې پاکستان سره دولت په دولت ټولې ستونزې مدام دپاره دخبرو اترو دلارې هواري کړي.

ښاغلی غني وایي سوله دافغانستان دخلکو اساسي غوښته ده اؤ دهغه حکومت د سولې ټېنګښت ته خپل ټول پام ګرځولی دی.

افغان ولسمشر دغه خبرې پاکستان دپاره دبرتانیې هائي کمشنر توماسر ډریو سره د لیدنې په مهال کړي دي.

اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته د سولې له بلنې ورکولو وروسته دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته هم دکابل دسفر بلنه ورکړې وه اؤ د روانې میاشتي په شپږمه نېټه کابل ته دپاکستان د وزیراعظم د سفر په مهال د دواړو هیوادونو مشران خپلو کې د ستونزو په هواري صلاح شوي وؤ.

خو له دغې لیدنې وروسته روانه اوونۍ بیا په پاک افغان پوله د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمینځ یوه درنه نښته شوې چې پکې دواړو خواؤ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان ولسمشر وویل هغه دافغانستان دخلکو د ارامه اؤ سوکاله ژوند دپاره هر رقم ګامونو ته چمتو دی اؤ دغه ارادې یې څو ځل پاکستان ته هم په ډاګه کړي چې دولت په دولت دخبرو دلارې ورسره د ټولو ستونزو هواری غواړي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ لخوا د جاري شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې د برتانیه سفیرې د ولسمشر غني لخوا هیواد کې د سولې ټېنګښت دپاره پیل کړل شوې هڅې ستائیلي اؤ ویلي یې دي چې طالبانو اؤ پاکستان ته دافغان دولت لخوا د سولې وړاندیزونه یو مثبت ګام دی.

دبرتانیې هائي کمشنر افغان ولسمشر ته باور ورکړی چې هیواد یې د سولې په ټېنګښت کې افغانستان سره هر رقم همکارۍ ته چمتو دی.

فغان ولسمشر وخت په وخت په پاکستان تورونه لګولي چې طالبان یې خپل لاس کې نیولي اؤ په افغانستان یې نا اعلانه جګړه مسلط کړې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې دانامنۍ علت دافغان دولت خپلې کمزورۍ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG