لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید وژنه کې راؤ انوار زندان ته ولیږل شو


د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې د نقیب مسید د وژنې په دوسیه کې دکراچۍ پخوانی پولیس افسر راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې ملګری شکیل فیروز زندان ته لیږلي دي.

په راؤ انوار اؤ دهغه دډلې په نورو پولیسو تور دی چې د روان کال په ۱۳مه جنورۍ یې کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ۲۷ځوان نقیب مسید اؤ نور درې کسان دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژلي دي.

راؤ انوار د۲۲م مارچ څخه د یوې میاشتې په جسماني ریمانډ دکراچۍ دپولیسو ولکه کې ؤ‌.

دشنبې په ورځ راؤ انوار اؤ دهغه دبل ملګری شکیل فیروز په ګډون دنقیب مسید په وژنه تورن ۱۲پولیس افسران اؤ عسکر په سختو حفاظتي تدابیرو کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته وړاندې کړل شوي دي.

دکراچۍ څخه سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې د نقیب مسید د دوسیې څیړونکي افسر ایس ایس پي ډاکټر رضوان په دغه موقعه محکمې ته ویلي چې د ټولو تورنو کسانو څخه لا پلټنې نه دي بشپړ شوي اؤ دپلټنو دپاره ګډه پلټنیزه ډله په کار بوخته ده چې کله پلټنې سرته ورسوي اؤ خپل وړاندیزونه وکړي بیا به پولیس غوڅ راپور محکمې ته وسپاري.

محکمې راؤ انوار اؤ دهغه ملګری شکیل فیروز تر دوهم مئ زندان ته ولیږل اؤ دنورو۱۰ؤ نیول شوؤ پولیس افسرانو اؤ سپاهیانو په زندان کې د ساتلو موده یې پراخه کړه.

له دې وړاندې ډان ورځپاڼې پخپل یو راپور کې ویلي چې دنقیب مسید د وژنې پلټنو دپاره دپاکستان دسترې محکمې لخوا جوړې کړل شوې ګډې پلټنیزې ډلې پخپلو پلټنو کې دملیر سیمې دپولیسو پخوانی افسر راؤ انوار دنقیب مسید اؤ دریوؤ نورو کسانو د وژنې ذمه وار ګرځولی دی

په راؤ انوار تورونه دي چې دنقیب مسید په څیر یې په سوؤنو نور خلک هم د مخکمې نه پشي شا پځپل سر وژلي دي خو هغه دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG