لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه د پښتون غورځنگ په اړه پخوانېو پښتنو جرنېلانو سره لیدلي


Photo courtesy: ISPR
Photo courtesy: ISPR

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د پښتون ژغورنې غورځنگ سره د خبرو اترو لپاره د پوځ او پولیسو پخواني اعلا پښتنو افسرانو سره مشاورتي لیدنه کړې ده.

وي او اې ډیوه ته د خپلو سرچینو نه مالومه شوې ده چې تیره ورځ د پوځ مشر قمرباجوه د پوځ او پولیسو پخواني افسرانو سره د قبائلي سیمو په خېبرپښتونخوا کښې د ورگډولو په اړه هم مشاورت کړی دی.

په دغه غونډه کښې د پوځ پخوانېو پښتنو افسرانو کښې جنرل احسان ، جنرل علي قلي خان، جنرل حامد خان، جنرل عالم خټک ،مېجر جنرل تاج الحق ، دوه پخواني برېگېډئیرانو سعدمحمدخان او د محمودشاه په شمول د خېبرپښتونخوا پخوانې چیف سېکرټري جاوېد اقبال او د پولیسو پخواني آيي جي عباس خان هم گډون کړې دې.

د پاکستان دپوځ برېگېډئیر سعد محمد خان د پوځ د مشر سره ددغې ملاقات تصدیق کړی دی او د رابطې کولو په وخت یې وي او اې ډیوه ته ویلي دي:

" د پوځ مشر ورته په دغه ملاقات کښې ویلي دي چې د پي ټي ایم ټولې غوښتنې ائیني دي. او په دې لړ کښې به پوځ نېغ په نېغه د پي ټي ایم د مشرانوسره خبرې پېل کوي."

نوموړي پښتنو پوځي افسرانو ته داهم ویلي دي چې منظور پښتین خپل بچی دی.

جنرل باجوه له دې وړاندې په پوځي مرکز راولپنډۍ او بیا په پېښور کې په خپلو خبرو کې له قبایلي سیمو پیل شوی غورځنګ نامې اخستلو بغېر یاد تحریک په بهرني ملاتړ تورن کړی وو او ویلي یې وو چې انجینېرډ [پلان شویو] احتجاجونو ته به اجازه ور نه کړي.

پخواني پوځي افسر وویل چې دده د معلوماتو ترمخه پوځ فېصله کړې ده چې د فاټا نه به پوځي عسکر بېرته بېرکونو ته لېږي اوچېک پوسټونه به یواځې ترضرورته پورې ساتي.

وي او اې ډیوه چې کله د پخواني پوځي افسرنه پوښتنه اوکړه ایا ستاسو په خیال به پوځ د پي ټي ایم لخوا د رښتیاو او پخلا ینې کمېشن (Truth Reconciliation Commission) غوښتنې پوره کولو ته تیار شي نو ښاغلي سعد وايي پام نه کوي چې کمېش به جوړشي.

برېگېډئیرسعد وايي د نېول شوو خلکو عدالتونو ته وړاندې کولو غوښتنه جائزه ده. او زیاتوي د غورځنگ د مشرانو سره د خبرو اترو په وخت به ددوي نه د لادرکه خلکو لسټونه اخستل کېږي، کوم خلک چې د پوځ سره وي هغه به پرېږدي او په دې تگ لاره کار روان شوې دې او یوشمېر یې خوشې کړي دي.

پخواني پوځي افسر وايی چې د لادرکه خلکو په غوښتنه کښې لگه ستونزه شته او هغه داچې په دغه کښې څه خلک مړه دي او څه بیا تختېدلي دي یا د نیشت والي یې نورعلتونه هم کېدلې شي.

د پاکستان د حکومت د لادرکه خلکو د کمېشن مشر او پخواني جج جاوېد اقبال څو ورځې وړاندې د پارلیمان یوې کمېټۍ ته خپل رپورټ کښې ویلي وو چې ۴٠٠٠ پورې لادرکه خلک نیشته ځکه چې دغه کسان د پخواني پوځي آمر جنرل پروېزمشرف په واک کښې دملک نه بهر خرڅ کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG