لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشدخان د ممبۍ انډينز پرضد سيالۍ کې غوره لوبغاړی ګرځېدلی


د افغانستان تکړه بالر راشد خان د هند پريمئير ليګ په روانو سياليو کې د سه شنبې/ نهې په ورځ د ممبۍ انډينيز پرضد سیالۍ کې د ښه بالينګ په سر د لوبې غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

نوموړي خان له دې وړاندې په دوه سياليو کې ښه بالينګ نه ؤ کړی او ډېر رنزونه يې ورکړي وو.

راشد خان چې د سنرائيزرز حېدراباد لوبډله کې لوبیږي د سه شنبې په ورځ يې د ممبۍ انډيننز لوبډلې پرضد سيالۍ کې په څلورو اوورونو کې دوه لوبغاړي سوځولي او يواځې ۱۱ رنزونه يې ورکړي دي.

د لوبې د غوره لوبغاړي ګرځېدو وروستو راشدخان ويلي، " په غوره لوبه کولو د الله تعالٰی شکر ادا کومه چې د ناکاره لوبې وروستو مې ښه لوبه وکړه، ما دې ته اړتيا لرله او د کوچينګ عملې نه مې ډېر څه زده کړه، زه اوس خوشحاله يم او کاميابي مې ترلاسه کړه".

د سه شنبې/ نهې په ورځ د ايي پي اېل په ۲۳م سيالۍ کې سنرائيزر په لمړي بيټنګ کولو سره په ۱۹م اوور کې په ټولو لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۱۸ رنزونه جوړ کړي او په ځواب کې د ممبۍ انډينز ټول لوبغاړي هم په ۱۹م اوور کې په ۸۷ رنزونو اؤټ شو.

راشدخان د سيالۍ د غورې لوبغاړي راتلو وروستو ويلي خوشحاله دی چې د دوه لوبو وروستو يې بيا يو ځل ښه بالينګ وکړو.

۱۹ کلن افغان اسپنر له دې وړاندې د چيناي سپرکنګ سره په سيالۍ کې ۴۹ رنزونه ورکړي يو وکټ يې اخستی ؤ اوکنګ الېون پنجاب سره لوبه کې يې په يو وکټ ترلاسه کولو ۵۵ رنزونه ورکړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG