لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې خبريالان او خبري ادارې د سختو ګواښونو سره مخ دي، اراېس اېف


د بې پولې خبريالانو سازمان (رپورټر ود اؤټ بارډرز) په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې په اسيا کې چين په کوم ډول رسنۍ قابو کوي دغه رنګ په سيمه کې د چين ګاونډي جمهوري هېوادونه هم د رسنیو د قابو کولو هڅې کوي.

سازمان په پاکستان، افغانستان، هند او فلپاين کې په خبريالانو په تشدد کولو او خبري ادارو باندې په بندېزونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

سازمان په خپل رپوټ کې ويلي پاکستان په هغو هېوادونو کې په ۱۳۹ نمبر دی چرته چې خبريالانو ته د وژنو ګواښونه کيږي، تښتول کيږي او تشدد پرې کولی شي.

سازمان وايي "پاکستان کې خبريالان اوس هم د اسلامي تندلارو او د هېواد د طاقتوره استخباراتي ادارو لخوا د ګواښونو سره مخ دي".

پاکستان کې د ياد سازمان استازی اقبال خټک وايي په ياد رپوټ کې په اسيايي هېوادونو کې د رسنیو په حال اندېښنه څرګنده کړی شوې او په ځانګړي ډول په پاکستان کې او افغانستان کې په خبريالانو د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل بل دا چې " د پاکستان د غټو هېوادونو سره په سياسي اتحاد کې بدلون راروان دی د امریکې نه لرې کيږي او چين پله زيات روان دی او چين او روس هغه هېوادونه دي چرته چې د مطبوعاتو په ازادۍ ډېر يقين نه ساتل کیږي".

هغه وويل پاکستان کې رسنۍ يواړخ ته د عدالتونو د فېصلو سره مخ دي او بل داسې رپوټونو يې د سخت فشار سره مخ دي چې په هغې کې د پاکستان د پوځ او بهرنۍ پاليسۍ په اړه خبرې کيږي په هغې باندې د رياست ځینې ادارې خفه کيږي.

هغه دا هم وويل دلته ميډيا د دومره فشار سره مخ ده چې "تاسو وکتل چې منظور پشتين چې د پاکستان د ائين په رڼا کې د انصاف دپاره کومې غوښتې کوي هغې ته په ټيلي ويژن چېنلو بيخي ځای نه ورکړی کيږي او په اخبارونو کې ورته څه نا څه ځای ورکولی شي".

پېښور مېشت يو بل خبريال مشتاق يوسفزی وایي، دا وخت چې په پاکستان کې په رسنيو باندې کوم بندېزونه دي دا زه په خپل ۱۸کلن صحافتي ژوند کې په لمړي ځل زه وينمه.

ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "چې خبریال خپل محنت وکړي د يوښه خبريال په حېث خپل ټول ضرورتونه پوره کړي خو کله چې هغه خپل ادارې ته وليږي نو اداره یې ورته د چاپ کولو يا خپرولو نه انکار وکړي ځکه چې د رسنیو په مالکانو بندېزونه لګي د هغوي اشتهارات بنديږي هغوي ته ګواښونه کيږي او لائسنس يې هم کېنسل کېدی شي".

هغه زياته کړه بله دا چې بهرنۍ کومې رسنۍ دي د هغوي سره کار کوونکو خبريالانو ته دلته د جاسوس نوم ورکول کیږي.

يوسفزي وويل کوم حکومت يا ملک چې مالومات پټوي د هغې سره د خلکو شکونه سېوا کيږي خو په موجوده وخت کې بيا زيات خلک د سوشل ميډيا د لارې مالوماتو ته رسايي کوي او څوک هم نشي کولی چې دغه مالومات اوس د زيات وخت دپاره پټ کړي.

د بې پولې خبريالانو سازمان په خپل رپوټ کې د افغانستان په اړوند ويلي په دغه هېواد کې د خبريالانو حال لا نور ډېر خراب دی او دغلته په کال ۲۰۱۷م کې ۱۸ خبريالان او د رسنيو کارمندان وژل شوي دي.

په افغانستان کې نن د چهارشنبې/ شورو په ورځ کندهار کې يو خبريال د نامالومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د بې پولې خبريالانو د سازمان ترمخه سږ کال په ګرده نړۍ کې تراوسه پورې ۱۲ خبريالان، څلور ټولنيز خبريالان او دوه د مطبوعاتو مرستيال وژل شوي دي. چې پکې يو خبريال په پاکستان او درې په هند کې وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG