لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: "ويريږو چرته د مذاکراتو په نوم خلک بیا ورک نه شي".


منظور احمد پشتين
منظور احمد پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي هر چا سره خبرو ته تيار دي مذاکرات يې د مشرانو لار ده خو "ويريږي چې هسې نه د مذاکراتو په نوم خلک بيا ورک شي".

منظور پشتين سره د ملګرو د قبايلي قامي او پارليماني مشرانو سره خبرې شوي او دواړه فريقه د خبرو په لړۍ دوامداره ساتلو باندې صلاح شوي دي.

له جرګې وړاندې منظور پشتين ویلي چي "دوي د هرې خبرې نه امېد تړي چې څه شی به ژوند ورکړي او دغه خاوره ډېره تجربه لري ډېرو جنګونو وهلې او ځپلې ده ډېره تجربه لري".

هغه وويل "د مذاکراتو نه امېد لري ځکه چې خبرې اترې يا مذاکرات د دوي د مشرانو لار ده خو دوي د مذاکراتو څخه ويره هم لري چې هسې نه د مذاکراتو په نوم بيا خلک ورک کړی شي".

هغه وويل "دوي د عدم تشدد د لارې د مذاکراتو لار خپلوي خو د پښتنو په خاوره چې څومره ظلم شوی دی په هر صورت د هغې حساب کتاب غواړي".

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين سره د دوه ملګرو محسن دواړ او بلال د قبايلي قامي او پارليماني مشرانو د جرګې سره ليدنه شوې او د پي ټي اېم په غوښتنو يې خبرې کړي دي.

د جرګې وروستو محسن داوړ او د قبايلي جرګې مشر پارليماني غړي شاه جي ګل وويل چې دواړه طرفه په دې خبره موافق شو چې د خبرو اترو دا لړۍ به دوامداره وساتو.

محسن وويل چې دوي د قبايلي جرګې نه درې ورځې وخت وغوښتو چې د خپلو نورو ملګرو سره صلاح وکړي او د راتلونکې ناستې دپاره به ځای او وخت بيا وټاکي.

هغه دا هم وويل چې د شاه جي ګل په مشرۍ له دې نه په وړاندې ناسته کې دوي ته باور ورکړی شوی ؤ چې د پي ټي اېم غړي او پلويان به تنګول کيږي خو د هغې باوجود په کراچۍ او لاهور کې د دوي غړي او پلويان نيول شوي دي.

د شاه جي ګل په مشرۍ د پي ټي اېم د مشرانو سره لمړۍ ناسته نزدې يوه اوونۍ وړاندې شوې وه.

داوړ زياته کړه دوي جرګې ته دا هم وويل چې پي ټي اېم به خپلې اعلان کړې جلسې او نورې هلې ځلې دوامداره ساتي.

د پي ټي اېم او قبايلي مشرانو او پارليماني غړو جرګه چې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د شاه جي ګل په مشرۍ د خېبرايجنسۍ د جمرود تحصيل په شاه کس سيمه کې ترسره شوه پکې نزدې ۲۶ قبايلي مشران او پارلیماني غړي شريک ؤ او د خېبرپښتونخوا د حکومت د استازي شاه فرمان هم پکې ګډون درلود.

د جرګې نه وروستو شاه جي ګل وويل چې د دوي د پي ټي اېم د مشرانو سره په ښه ماحول کې خبرې وشوې او وې ویل چې د پي ټي اېم ټولې غوښتنې جایز دي.

هغه وويل دوي به د پي ټي اېم د مشرانو سره شوې خبرې د حکومت د اړونده ادارو په وړاندې ايږدي.

قبايلي قامي او پارليماني مشرانو د پي ټي اېم د مشرانو سره په داسې وخت کې جرګه شوې چې پرون د سه شنبې/ نهې په ورځ د پېښور لپاره د پاکستاني پوځ کورکمانډر لیفټینینټ جنرل نذیر احمد بټ ويلي "د دوی [پي ټي ایم] غوښتنې ریښتینې او سمې دي او موږ تیار یو چې د دوی ټولې غوښتنې د ایین په دایره کې تر سره کړو".

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خبر له مخې د پي ټي اېم د غوښتنو لپاره یوه حکومتي اپیکس کمېټۍ ټاکل شوې، چې پوځي افسران، سیاستوال او ځایي مشران پکې شامل دي.

او دغه کمېټي پرون د نهې په ورځ په پېښور کې په یوه جرګه کې جوړه شوې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره به خبرې اترې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG