لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د مذاکراتو دپاره د کوټې نه تر چتراله يوه نماينده کميټي جوړؤ


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي د مذاکراتو يا خبرو اترو دپاره به "يوه نماينده کميټي جوړؤ چې پکې به د کوټې نه تر چتراله د ټولو پښتنو سيمو استازي وي او هغه به د خبرو په اړوند پرېکړه کوي چې څنګه او د چا سره خبرې وکړو".

پشتين دغه خبرې پرون د چهارشنبې په ورځ خېبرايجنسۍ کې د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل په مشرۍ د قبايلي قامي او پارلیماني جرګې د غړو سره د ليدنې وروستو تيره شپه په فېس بک نېغ په نېغه پېغام کې کړی دي.

هغه وويل جرګې ته "زمونږ ځواب دا ؤ چې مونږ پوره نه يُو، مونږ ورته وويل چې مونږ يوه نماينده کميټي ټاکو چې پکې د کوټې نه واخله تر چتراله پورې فاټا، جنوبي پښتونخوا او خېبرپښتونخوا د هرې ضلعې کسان به پکې وي هغه به خوښوي چې کوم ډول مذاکرات کوو او خبرې به د چا سره کوو، د دې ټولو خبرو فېصله به دا کميټي کوي".

هغه وويل له دغې وروستو به مونږ خبرې مخ په وړاندې بوځو او کميټي به د وړاندې تګ فېصله کوي.

هغه وويل د لاهور د جلسې نه درې ورځې وړاندې د جرګې لخوا "دوي ته ويل شوي چې په جلسو کې به يې حکومت يا پوځ خنډ نه جوړيږي او دوي هم ورته باور ورکړی ؤ چې جلسې به يې پُرامنه وي خو په لاهورکې هغه خبره ماته شوه او د پي ټي اېم کسان ونيول شو بيا ګراؤنډ خراب شو او کمپائين چلوؤنکو ته ګواښونه کېدل".

هغه وويل "بيا په حېدر اباد کې کسان ونيول شو په کراچۍ کې اته کسان نيول شوي دي کريم پرهر، عطاافريدي، ډاکټر برکت الله برکي، ګل باز، زېن العابدين، عمر رياض، افتاب اشرف، بلاول بلوچ او د دوي راخوشي کوونکي ياسرارشاد، فارس، راج، شيرازي او جلال خان پسې بيا ونيل شول".

هغه دا هم وويل چې پنجاب پوهنتون، بهاالدين ذکريا پوهنتون او ملتان پوهنتون ځوانان تنګوي چې تاسو د پي ټي اېم جلسې ولې ورغلي يئ.

منظور پشتين وويل، "د سوات جلسې اعلان مو کړی او په ۲۹م تاريخ به په کبل ګراؤنډ کې به جلسه په خپل ځای وي، يو لور ته جرګه کيږي او بل طرفته (د سوات ) دوکاندارنو ته ويل شوي چې ټېنټونه او کرسۍ به نه ورکوئ.

هغه وويل "زمونږ ځوانان پُرامنه دي خو په ځوانانو تشدد روان دی خو مونږ په تشدد هيڅ سودا نه کوو او نن دې د کراچۍ د نيول شوؤ ځوانانو دپاره د پي ټي اېم غړي په خپلو خپلو سيمو کې احتجاج ريکارډ کړي".

منظور په خپلو خبرو کې وويل "ښه ډاډه اوسئ، نه خرڅيږو، نه ټيټيږو او نه ډاريږو، پښتانه ځوانان په خپلو سرونو تير شوي او دا مبارزه يې راخستې ده دا ډېر غټه قرباني ده".

نوموړي زياته کړه د کراچۍ جلسې ته به درې رېل ګاډي ډک ځي. منظور د لاهور په جلسه کې په ۱۲مئي په کراچۍ کې د جلسې اعلان کړی دی.

د خپلو خبرو په اخره کې هغه وويل په روژه کې به د پي ټي اېم ډهانچه جوړؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG