لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني پوځ د نوي مشر ټاکل او د عمران خان بدلېدونکې ويناګانې


واشنګټن - تېره ورځ د پنجاب په چکوال ښار کې يوې غټې غونډې ته په خپله وينا کې د واک نه لر کړل شوي وزير اعظم عمران خان خپلو پلويانو ته ويل "که څوک مو ويروي بيرته يې ويروئ او که څوک دړکې درکوي هم د هغوی په ژبه کې ورته ځواب ووايئ."

عمران خان چې د خپلې متنازعه ويناګانو د پاره شهرت لري د چکوال په جلسه کې د چا نوم یا د کومې محکمې نوم وانخستلو خو جلسې ته په خپله وينا کې وايي، "د ويرې دا بوتان مات کړئ. دا چې د کومو نامعلومه ټيليفونونو نه درته زنګ وهل کيږي او دړکې درکوي دوی ته بيرته دړکې ورکړئ. چې څوک مو ويروي بيرته دوی ووېروئ. چې کوم مسټر ايکس او مسټر وايي دړکې درکوي بيرته ورته تاسو هم دړکې ورکړئ."

څېړونکي وايي که عمران خان د چا نوم نه هم اخلي خو د خبرو نه يې دا تاثر اخستلی کيږي چې پخوانی وزيراعظم د پوځ د نوي مشر په ټاکلو سخت بې ټيکاوه دی او نه غواړي په هيڅ طريقه هم موجوده وزير اعظم شهباز شريف د پوځ د نوي مشر ټاکلو اختيار استعمال کړي.

د عمران خان د ګوند غړو او پلويانو په ټوېټر د هيش ټيګ تم_ہوتے_کون_ہو_ڈرانے_والے (ته يې څوک چې ويرول کوې) په نوم ټرېنډ چلول پيل کړي چې شعار يې د عمران خان د چکوال د وينا نه اخستلی دی.

عمران خان په خپله وينا چې په اردو ژبه وه کې ويلي وو “دا دي څوک چې ويرول کوي؟ تاسو د دې ملک قام او عوام يئ د ملک مشرتابه ټاکل د ولس پرېکړه ده”.

عمران خان نيازي پټان دی خو پښتو نه ورځي او ټول عمر يې په لاهور او اسلام اباد کې تېر شوی.

هغه ويلي وو “دا د پټو نمبرونو نه کال کول او دړکې ورکول چې مونږ به دا وکړو او مونږ به هغه وکړو. وکړئ چې څه کولی شئ مونږ به يې هم کوو”.

د عمران خان د چکوال جلسې په اړه ټي وي اينکر معيد پيرزاده چې عمران پلوه ګڼل کيږي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د عمران خان د چکوال جلسه د تاريخ د ټولو لويه غونډه وه. خو د دې ځانګړتيا د خان د جرات نه ډکه وينا وه او د هغه دريځ و. خان د شريف او زرداري نظام ته په ډانګ پېيلی ځواب ووې چې په وجود کې يې يو څاڅکی وينه هم پاتې وي وسله په مزکه نه ږدي او انتخابونه غواړي”.

ژورنالېسټه او د سوشل ميډيا فعاله چې د پاکستان نه وتلې او په غرب کې ژوند کوي ګل بخاري په خپل ټوېټر د عمران خان په چکوال کې د وينا په اړه د تحريک انصاف ګوند د پلويانو چې د يوتيانو په نوم يادول کيږي پوښتنه کړې او وايي “زما يوتيانو! چاته بيرته د دړکې ورکولو نه وړاندې د خپل مسيحا نه پوښتنه وکړئ چې ښاغليه دا دړکه ورکوې چاله؟ د مېسټر ايکس او مېسټر وايي نوم خو واخله. نورو ته وايي حمله پرې وکړئ او پخپله يې د نوم اخستلو زړه نه کوې. يوتيانو څه ويرېدونکی راجا مو موندلی دی”.

د پوځ د نوي مشر ټاکل او د تحريک انصاف ګوند دريځ

عمران خان او ګوند يې د پاکستاني وزير اعظم شهباز شريف لندن ته په تللو سخت غبرګون ښايي او عمران وايي شهباز شريف دې د غدارۍ د قانون لاندې عدالت ته ووړل شي چې د پوځ د نوي مشر د ټاکلو راز يې حجره مار کړو او بيا د پخواني وزير اعظم نواز شريف ذکر کوي چې څنګه د يو سزا شوي تن سره د پوځ د ټاکلو مشوره کيږي؟

د عمران خان په پخوانۍ کابينه کې د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري هم د پوځ د نوي مشر په ټاکلو خپله رای په ټوېټر ورکړې ده او وايي “د پاکستان خلک د پاک پوځ د زړه نه قدر کوي. د يو سزا شوي مجرم په لاس د دې ادارې مشر ټاکل د پوځ د وقار او احترام خلاف عمل دی. تحريک انصاف په دې غټه قانون شکنۍ سخت غبرګون څرګندوي”.

خو تر ډېرو زيات خوښ کړل شوی او بيا بيا شريک کړل شوی ټويټ د ژورنالېسټ او اينکر پرسن سيد طلعت حسين هم دی چې پکې عمران خان د پوځ د موجوده مشر او راتلونکي مشر په اړه د خپلې خبرې پخپله رد کوي او په داسې بيانونو سياسي مخالفين عمران خان ته يو ټرن خان هم وايي.

طلعت حسين په خپل ټويټ کې د عمران خان بيلا بيلې ويناګانې ليکلي لکه د مثال په توګه په يوه موضوع چې د پوځ د موجوده مشر جنرل قمر جاويد باجوه په اړه ده عمران خان داسې داسې ويلي.

- که زه وزير اعظم شوم نو د پوځ د مشر موده به نه غځوم.

- ملک د جنګ په حالت کې دی ځکه د پوځ د مشر موده غځوم.

- زما غټه غلطي (د پوځ د مشر) د مودې غځول وو.

- ما د (موجوده مشر) د مودې غځولو خبره نه ده کړې خو بس د نوي انتخابونو پورې دې د پوځ نوی مشر نه راځي.

د پوځ د نوي مشر په اړه د عمران خان د پرله پسې بيانونو په غبرګون کې د پوځ د ميډيا څانګې مشر جنرل بابر افتخار په يوه وينا کې ويلي وو د پوځ دننه د عمران خان په ويناګانو غصه او خفګان څرګند شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG