لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای این پي:پي ټي‌ ایم سره خبرو کې دهوکه به کیسه ډیره خرابه کړي


دپاکستان پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره دپوځ لخوا د خبرو پیل کولو هرکلی کړی خو وایي که چرې پوځ په دې خبرو کې اخلاص ونه ښودلو اؤ یوازې د موقعې سړؤلو په موخه یې معاهده وکړه نو دا به پاکستان ته نه سرکیدونکي زیانونه واړوي اؤ بیا به کیسه ډیره خرابه وي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې د عوامي نیشنل ګوند مرکزي سکتر میا افتخار حسین ویلي دهغوئ ګوند د پي ټي‌ایم ټولې غوښتنې جائر اؤ ائني مني اؤ دهغوئ دغوښتنو سره د یووالي دپاره هغه(میا افتخار حسین) په کراچۍ اؤ د ګوند مشر اسفندیار ولي‌ خان په اسلام اباد کې خپل پیوستون اعلان کړی دی.

هغه وویل کوم خلک چې د پي ټي ایم په حواله عوامي نیشنل پارټۍ پسې پروپیګنډې کوي هغوئ په اصل کې د پي‌ ټي ایم روانه مبارزه ناکامول غواړي ځکه چې عوامي نیشنل پارټي یو ستر پښتون سیاسي قوت دی اؤ دپي ټي ایم دهرې هاغه نعرې ملاتړ کوي چې دپښتو اؤ‌ پښتنو دپاره پورته کیږي

میا افتخار حسین وویل د پي ټي‌ ایم د ملګرو ټولې غوښتنې ائني اؤ قانوني دي اؤ په دې خبره نه یوازې دپاکستان سیاسي ګوندونه بلکې پوځ هم اعتراف کوي

دهغه په وینا “که څوک په پي ‌ټي ایم د” را” اؤ “این ډي ایس “د ایجنټانو تورونه لګوي نو اوس باید هغوئ خپلې سترګې وغړوي ځکه چې دپاکستان پوځ د را اؤ این ډي ایس سره مزاکرات نه کوي”

ښاغلي میا افتخار حسین وویل” دا نن چې کوم خلک د پښتون ژغورنې د غورځنګ دبیرغ لاندې راپورته شوي ، د دوئ‌ زړونه دردیدلي‌ دي، بچي ، وروڼه ، خویندې ، میندې پلرونه یې په روانه جګړه کې وژل شوي اؤ کورونه یې تباه شوي خو بیا هم ورته د ترهګرو په سترګه کتل کیږي، اخر دوئ سره د احتجاج نه پرته کومه لاره پاتې کیږي؟”

کله چې دمیا افتخار حسین نه وپوښتل شول چې که د پښتون ژغورې غورځنګ په حقه دی نو ولي یې عوامي نیشنل ګوند داګیز ملاتړ نه کوي هغه وویل” ملاتړ نور تور وي‌ که سپین ، په هر میدان مو ویلي اؤ وایو چې ددې خلکو غوښتنې جائزې دي اؤ که غوږ ورته نه نیول کیږي پاکستان ځانته نقصان رسوي”

هغه وویل په پښتون تحفظ موومنټ چې نن د غدارۍ کوم تورونه لګول کیږي‌ دا په یو وخت کې په باچاخان اؤ ولي‌خان هم لګول کیدل خو نن دنیا مني چې دغه تورونه عبث وؤ اؤ نن چې د پي ټي‌ ایم غوښتنو ته دغوږ نیولو پځایې په هغوئ کوم تورونه لګي‌ وخت به دا هم وښایي چې داسې نه وؤ ، پکار بلکې دهغوئ ‌ائنی غوښتو ته غوږ نیول پکاروؤ.

هغه وویل د پوځ لخوا پي ټي ایم ته د مزاکراتو وړاندیز ثابته کړه چې هغوئ‌ پردي ایجنټان نه بلکې ددې خاورې بچي‌ دي‌ اؤ هر کله چې د بچي سره مزاکرات کیږي نو هغه باید د لباس نه بلکې د اخلاص په اساس وي
“که پوځ په خبرو کې اخلاص ونه ښودلو نو پخپله به یوه ښه موقعه ضائع کړي ، ځکه چې دغه خلک خو دخپلو حقونو دپاره راپورته شوي اؤ له هر څه تیر دي ،‌که نن ورسره خبرو کې دهوکه وشوه نو سبا به دا تحریک نور هم په شدت سره په مخکې لاړ شي”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG