لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي‌ ټي ایم:د مذاکراتو اؤ نیونو لړۍ یو ځایې پرمخ نه شي‌ تللی


\
\

په پاکستان کې دپوځ دزیاتیو په ضد راپورته شوي اولسي تحریک پښتون تخفظ موومنټ ویلي په پاکستان کې د پښتنو په ضد د ترهګرۍ روانه لړۍ اؤ دپوځ لخوا پي ټي‌ ایم سره دخبرو اترو وړاندیز په یو وخت په مخکې نه شي‌ تللی.

دپښتنو دغه اولسي غورځنګ کرښه راښکلې چې که دجمهوري حقونو دپاره په مبارزه د بوختو پښتنو د نیونو لړۍ ونه درؤل شي نو هغوئ به ټول هیواد کې روانو خپلو احتجاجونو ته په یو “سخت “شکل ورکولو مجبوره شي.

د زیارت په ورځ په کراچۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ د فعالینو د نیولو په ضد دپېښور پریس کلب مخې ته یوه درنه احتجاجي مظاهره شوې چې پکې دپاکستان دپوځ اؤ ریاست لخوا پښتنو سره د کیدونکو زیاتیو په ضد شعارونه ورکړل شوي دي.

د مظاهرې برخه والو دریځ لرلو چې پوځ پخپله د پښتنو په خاوره کې ترهګر پیدا کړي‌ اؤ اوس ددغه ترهګرۍ تور په پښتنو لګول غواړي غواړي،

دغه مظاهرې ته پخپله وینا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مهمو مشرانو ډاکټر سید عالم محسود اؤ شهاب خټک ایډوکیټ پخپلو وینا ګانو کې ویلي د پښتون ژغورنې د غورځنګ په غږ ټول پښتانه په خیبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا اؤ افغانستان کې دپښتنو د نسل کشۍ په ضد راپورته شوي‌ اؤ ترڅو چې د یوقام په توګه دپښتنو د وژنو، زورؤنو اؤ سپکولو لړۍ نه وي ودرول شوي د پښتنو احتجاج به تر هغې دوام ولري.

هغوئ وویل د پاکستان پوځ یو خوا پي ټي ایم ته د خبرو بلنې ورکوي اؤ‌ بلخوا یې ددې اولسي‌ تحریک د نیونو لړۍ ته دوام وړکړی چې دا منافقت نور پښتانه نه شي منلی.

د پي ټي‌ ایم مشرانو وویل نور مونږ مایوسه شوي یو اؤ اوس په دې غږ پورته کولو مجبوره یو چې په پاکستان کې جمهوریت هم هیڅ ارزښت نه لري ، بلکې دا جمهوریت یوازې دپوځ ایجنډې پرمخکې بوځي.

باید په ډاګه وي چې په ۲۲م اپریل د پاکستان دپنجاب صوبې په سرښار لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هیواد کې پښتنو سره د کیدونکو ظلمونو په ضد یوه ستره احتجاجي جلسه کړې وه اؤ هم په دغه ورځ په ګرد هیواد کې هم د پي‌ ټي‌ ایم په ملاتړ جلسې شوې وې خو په کراچۍ کې د جلسې نه روسته امنیتي ځواکونو ددغه ګوند لږ تر لږه ۱۲ فعالین نیولي دي.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د فعالینو د نیول کیدو په ضد دپېښور په ګډون په ګرد هیواد کې د احتجاجونو لړۍ دوام لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG