لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مزدور په ورځ هم مزدور دمه نه شو


پردى مزدور سحر وختي پاڅي
دشوگيرو مئين اودۀ پاتې شي
يواځې دخاطر اپريدي دغه پورتنى شعر دمزدور دلالهانده ژوندعکاسي نۀ کوي بلکې دنړۍ په ټولو ادبياتو کې دخواريکښې طبقې دژوند په کړاؤنو، تکليفونو اؤ دردونو وير يا ساندې تر سترګو کيږي.
دمئ په لمړۍ نېټه هرکال په نړۍ کې دمزدورانو نړیواله ورځ نمانځل کيږي اؤ په دغه ورځ دشتمنو اؤ بې وزله هيوادونو دننه يو رقم دمزدورانو په حق کې لاريونونه ،غونډې اؤ سيمينارونه کيږي.
دغه غونډې که چرته په عاليشانو هوټلونو اؤ محلونو کې راجوړيږي، نو چرته په سړکونو دمزدورانو نمائنده تنظيمونه ددې چغو وهلو سره په نظر راځي چې " دمزدورانو استحصال نۀ منو"
خو دمزدورانو په حق کې هرکال دپورته کيدونکو دغو شعارونو باوجود هم نن نۀ يواځې په پاکستان اؤ افغانستان بلکې دنړۍ په ګڼو هيوادونو کې دمزدورانو دستونزو اؤ تکليفونو بار ورځ په ورځ نور هم درنيږي.
په پاکستان کې حکومت دمزدور لږ ترلږه مياشتنى۱۵۰۰۰ روپۍ ټاکلى ، خو په عملي ژوند کې نن هم ليدل کيږي چې په مختلفو ادارو اؤ کارخانو کې داسې ګڼ شمير مزدوران په کارونو بوخت دي چې دهغوي دمياشتې معاش پنځه زره يا دهغې څخه هم لاندې دى.
په کال ١٩٨٦ء کې چې دشکاګو مزدورانو دمزدورانو دکار دوخت دپاره خپلې کومې وينې توئ کړې وې دهغې يادؤنه نن هم هرکال برابر کيږي.
خو نن هم دپاکستان اؤ يو شمير نورو مخ په ترقۍ هيوادونو کې دمزدورانو څخه د دولسو نه نيولې تر شپاړسو ساعتو محنت اخستل کيږي.
په پاکستان کې دمزدورانو وضعه دومره دردونکې اؤ بد حالت ته رسيدلې چې په نزدې کلونو کې دپاکستان دسندهـ ايالت په تهر سيمه کې دخواري کښو په سوونو ماشومان يواځې دخوراک دنۀ موندو له امله دمرګ بلا له خپلې کومې تير کړل.
خو ددغو سوونو ماشومانو په مرګ اؤ پاکستان کې دمزدورانو په بدحالت نۀ خو په پاکستان کې کوم وزير يا مشير دخپلې چوکۍ څخه استعفي ورکړې اؤ نه هم نړيوالې ورورولۍ په راتلونکي کې ددغسې بوګنونکي صورتحال دمخنيوي دپاره په پاکستان دڅه رقم اقداماتو کولو غږ کړی ؤ.

اؤ نن حالات دې ډګر ته رسیدلي چې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې یو شمیر مزدورانو د کار نه موندنې اؤ نیستۍ له امله نه یوازې خپل ځانونه ، بلکې خپل اولادونه یې هم وژلي ډي.
دا مهال په پاکستان کې که يوخوا دګيس اؤ بجلۍ دلوډشيډنګ، زياتو ټيکسونو اؤ معاشي کمزورۍ له امله دسوونو صنعتونو تړل کيدو له امله په لکونو مزدوران بې روزګاره شوي نو بلخوا دزياتې ګرانۍ په وجه په خواري کښه طبقه کې ورځ تر ورځه داخستو توان کمزورى کيږي.
دپيښور دپهندو سيمې سره تعلق لرونکى څلويښت کلن د رکشې ډرائيور حضرت خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل هغه دورځې د٤٠٠ؤ څخه نيولې تر ٦٠٠ؤ مزدوري کوي خو په دغه لږو پيسو کې ورته دمياشتې دکور یوولس زره روپۍ کرايه،۳۰۰۰ روپۍ دبجلۍ، ١٥٠٠ دگيس اؤ څلور پنځه سوه داوبو بلونه ادا کول هم ورپغاړه دي.
نوموړي وويل څلور ماشومان سکول ته ليږي اؤ دهغوي فيسونه ،کتابونه يا يونيفارم اخستل دهغه دپاره ديوې لويې معرکې ترسره کولو نه کم نۀ وي.
کله چې دهغه څخه دکم امدن اؤ زياتو اخراجاتو په ترڅ کې دژوند کولو طريقه وپوښتل شوه نو وې وئيل " دژوند دضرورتونو پوره کولو دپاره مجبوره دى چې هره مياشت دنورو خلکو نه پورونه واخلي" اؤ دغه شان دهرې مياشتې په تيريدو هغه دقرضونو دنور بار لاندې ګيريږي.
دپيښور په لارو کوڅو کې دلاس په ګاډي کباړ راټولونکى ١٩ کلن ځلمى ذيشان وائي دسحر په ٧ بجې دکوره اوځي اؤ ماذيګر شپږو پورې چې ښه ځان ستړى کړي نو په مشکله ٢٥٠يا٣٠٠ روپۍ ګټي.
هغه وويل وادۀ يې نۀ دى کړى خو په دغه پيسو يواځې دزړۀ په رنځ داخته مور علاج کوي.
نوموړي وويل دوه روڼه يې نور هم محنت مزدوري کوي اؤ په دريوؤ کې ددوؤ کسانو دمزدورۍ پيسې دهغه دمور دعلاج اؤ ديو رور اتۀ زره روپۍ يې دکور داخراجاتو دپاره دي.
هغه وويل په دغو پيسو يې دکور خرچې نۀ کيږي، خو مجبوره دى ،بله هيڅ لار نۀ لري.
کله چې مو خيبرپښتونخوا کې دمزدورانو دخراب وضعيت اؤدبندو صنعتونو په حقله دصوبایي حکومت ویاند شوکت يوسفزئ څخه وپوښتل نو هغه وويل په دې کې شک نشته چې په دې صوبه کې ګڼ شمير صنعتونه دبيلا بيلو وجوهاتو له امله بند شوي اؤ مزدوران بې روزګاره شوي ، چې يو عمده علت يې په تیرو وختونو کې دصوبې دامن خراب صورتحال هم ؤ.

هغه وويل خيبرپښتونخوا دسمندر نه لرې صوبه ده ، چې ددې په وجه پکې کاروباري سرګرمۍ کمې دي خو که په حقيقي معنو وکتل شي نو زمونږ صوبه دجغرافيائي اهميت له امله دکاروبار لپاره تر ټولو سودمنه په دې ده چې دافغانستان سره ګډه پوله لري اؤ دمرکزي ايشياء سره هم له دې لارې تجارت وده موندلى شي.
شوکت يوسفزئ وويل په تيرو وختونو کې ددې صوبې حکومتونو هيڅ کوشش نۀ دى کړى چې بهرني سرمايه کاران په خيبرپښتونخوا کې سرمايه کارۍ ته تشويق کړي ، خو دهغوي حکومت دسړکونو جوړولو اؤ په ټيکسونو کې دنرمۍ راوستو له لارې پنګه والو ته په دې صوبه کې دپنګو اچولو زياتې موقعې ورکړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG