لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې پينځه ځايه د هزاره ګانو د وژنې پرضد احتجاجي ناستې روانې دي


Boys cover their faces with plastic bags while pushing a handcart during rainfall in Peshawar, Pakistan.
Boys cover their faces with plastic bags while pushing a handcart during rainfall in Peshawar, Pakistan.

په کوټه کې د پينځه ؤ راهسې د هزاره شيعه ټولنې سره تعلق لرونکو د وژنو پرضد د فعالانو، سياسي مشرانو او عامو خلکو احتجاجي ناستې دوام لري.

د کوټې پرېس کلب مخې ته د جليله حېدر د پينځه ؤ ورځو راهسې د نه خوړو احتجاجي ناسته روانه ده. جليله حېدر وکیله، فعاله او تعلق يې د هزاره ټولنې سره دی.

د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د مجلس وحدت مسلمين د اسمبلۍ غړي سید رضا اغا په مشرۍ احتجاجي ناسته روانه ده، د دغه احتجاجي ناستې نن دوېمه ورځ ده.

د پرېس کلب څنګ ته د بلوچستان نيشنل پارټۍ مېنګل د احتجاجي ناستې دوېمه ورځ او په علمدار روډ او هزاره ټاؤن لويديځ بايي پاس باندې د د هزاره ټولنې سره د تعلق لرونکو لخوا په درېمه ورځ احتجاجي ناستې دوام لري.

د کورنيو چارو مرکزي وزيراحسن اقبال ويلي، "د هزاره ټولنې څنګ ته ورغلی د هغوي د تازه هدفي وژنو په سريې ورسره خواخوږي کړې او دوي ته یې د حکومت لخوا د امنيت ورکولو او ملاتړ باور ورکړی دی".

نوموړي په ټويټر ليکلي "د ټولنې د خونديتوب او امنيت په لړ کې د پام وړ پرمختګ شوی او د کال ۲۰۱۵م د ۲۱۳ وژنو نه دغه شمېره اته ؤ ته راټيټه کړی شوې ده او امنيتي ادارې لګيا دي د ترهګرو د نيولو پرضد خپله دنده په بريالیتوب ترسره کوي".

هغه ويلي يواځې سږ کال ۳۳ پوليس او څلور د ملېشې (اېف سي) سرتيري وژل شوي او دوي به د خاروې نه د يو يو ترهګر د پاکولو پورې په قلاره نه کښېني.

احسن اقبال ويلي د پوليس او ملېشې د چارواکو او کورنيو سره یې ليدلي خو د جليله حېدر کېمپ ته نه دی ورغلی.

جليله حېدر د تير شنبې په ورځ کوټه کې د دوه هزاره ګانو د وژنې وروستو په احتجاج ناسته ده چې تيره شپه يې د نه خوړو له امله روغتيايي حالت هم ګډوډ شوی او بيا يې درملنې له ډاکټر ورغلی دی.

وړمه شپه د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ورغلی او جليله حېدر سره یې ليدلي دي.

جليله حېدر د سرفراز بګټي په وړاندې ویلي، "دوي ته د شهادت ويل کيږي چې تاسو شهيدان يئ خو دوي (هزاره ګان) شهيدان نه دي ځکه چې د دوي بچي په پوځ او پوليس کې نه وو، بله دا چې د دوي (پروفايلنګ) مالومات راټولولی شي چې دوي (هزاره ګانو) ته څوک پېسې ورکوي خو که استخباراتي ادارو دا مالومات د تندلارو ډلو کولی نو نن به دوي دغلته نه کښېناستل".

هغې ويلي دوي د ملک پرضد نه دي دوي ستړي شوي او ژوند غواړي، هغې وويل چې کله " دلته بريد وشي نو وويل شي په دې کې را (د هند استخباراتي اداره) او اېن ډي اېس (د افغانستان استخباراتي اداره) ککړ دي، وکيلان ووژل شو سمدست وويل شو په سي پېک بريد دی خو بريد په سړکونو نا په انسانو کيږي".

جليلي ويلي،" په ملک کې ۸۰زره خلک ووژل شو رياست ته به منل وي چې ناکامه شوی دی او دوي (خلک) نور د دوي د سټراټيجيکي پاليسو برخې جوړېدو ته تيار نه دي او باجوه (د پوځ مشر جنرال قمرجاوېدباجوه) دې راشي بغېر د يونيفارم (وردۍ) نه دې د دوي د درې زرو کونډو سره وويني چې د هغوي څه حال دی".

د شيعه هزاره ګانو د وژنو پرضد مرکزي احتجاجي ناسته جليله حېدر پېل کړې او نورې ناستې د هغې په ملاتړ کې پېل شوي دي.

ښاغلې حېدر وايي چې تر څو ورته د پوځ مشر نه وي ورغلی احتجاجي ناسته به دوامداره ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG