لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په پټو خبرو کې له افغانستان څخه د سرتېرو د ویستلو ژمنه کړې


واشنګټن پوسټ لیکي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه مایک پمپیو ته د تایید رایې د اخیستلو په بهیر کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ سناتور رنډ پاول ته ویلي چې دی چمتو دی په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

پاول وویل:

(ولسمشر ما ته بیا بیا وویل چې مونږ له هغه ځایه (افغانستان) څخه وځو. زه فکر کوم چې د ولسمشر له چلند او باور داسې څرګندیږي چې د افغانستان شخړه باید حل شي.)

خبر زیاتوي، دواړو مشرانو له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو لپاره نه کومه نېټه ټاکلې او نه هم کوم تړون شوی.

دا لا څرګنده نه ده چې د ټرمپ په پټو خبرو کې له عامه پالیسۍ سره په رښتیا هم دومره توپیر دی او که دغه خبرې یواځې ددې لپاره شوي چې پمپیو ته پرې د تایید رایه ترلاسه او بیا وروسته خپله له دغې خبرې په شا شي.

سناتور رنډ پاول ویلي و چې دی د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ولسمشر ټرمپ لخوا د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې د مشر له ټاکل کېدو سره مخالفت لري.

خو څومره چې ټرمپ او پاول په خپلو کې ډیرې خبرې وکړې نو هومره پاول په دې باوري شو چې ټرمپ به د خپل کمپاین د وخت په هغه شعار ودریږي چې په نوره نړۍ کې به پوځي مداخله نه کوي.

د دواړو ترمنځ خبرو پاول دې نتیجې ته ورساوه چې ټرمپ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره لیواله دی.

ټرمپ له پاول څخه غوښتي و چې یو په یو له مایک پمپیو سره کښیني او له همدې امله یې د نوموړي سناتور ملاتړ مخکې له دې راخپل کړ چې د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې پرې د تایید رایه واچول شي.

سپینې ماڼۍ په دغې مسلې باندې له خبرو کولو څخه ډډه وکړه خو یو چارواکي دا تایید کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ هغسې خبرې شویدي څرنګه چې یې پاول یادونه کړې.

له سناتور پاول سره د ټرمپ له خبرو دا جوتیږي چې د ولسمشر او د پوځي جنرالانو ترمنځ په بهر کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو په اړه د نظر توپیر موجود دی.

ټرمپ غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي خو پوځي مشران یې له افغانستان څخه د سرتیرو یو دم ویستل به حالات لا پسې بې ثباته کړي.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې وړاندې لیکلي دي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو یوه نښه دا هم ده چې د وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې پراخه لیوالتیا لیدل کیږي.

که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په رسمي توګه دغو خبرو ته د چمتوالي په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG