لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له هرات څخه نوي ډلي ته نېغ په نېغه الوتنې پیل شوې


Afghanistan India
Afghanistan India

د افغانستان له هرات ولایت څخه د هندوستان پلازمېنې نوي ډلي ته د نهې یا سې شنبې په ورځ نېغ په نېغه الوتنې پیل شوې.

د هرات والي محمد اصف رحیمي ددغو مستقیمو الوتنو د پرانستې پرمهال خبریالانو ته وویل، دوی هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې به له هرات څخه یو هوايي دهلیز (کارېډور) هم پرانستل شي.

نوي ډلي ته له هرات ولایت څخه په لومړنۍ الوتنې (پرواز) کې ۱۳۰ افغان سوداګر او وګړي سپاره وو.

دا مهال د هرات او ډلي ترمنځ الوتنې د اریانا هوايي شرکت لخوا ترسره کیږي.

د هرات هوايي ډګر په افغانستان کې یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی او د چارواکو په وینا د هېواد په کچه به تر ټولو په عصري وسایلو سمبال شي.

افغان حکومت پلان لري چې د هرات په هوايي ډګر کې پرمختللې ودانۍ ورغوي چې د باروړونکو الوتکو یا کارګو لپاره به په سیمه کې یو له سترو هوايي ډګرونو څخه وشمېرل شي.

د هرات له هوايي ډګر څخه دامهال مشهد، اسلام اباد او نوي ډلي ته الوتنې کیږي او هڅه کیږي په نږدې راتلونکي کې به له هرات څخه دوبۍ او استانبول ته هم الوتنې پيل شي.

د افغانستان د اقتصادي کارپوهانو په اند د ولسمشر اشرف غني د حکومت پرمهال د افغانستان او په سیمه کې د یو شمېر هېوادونو سره سوداګریزه لارې پرانستل شویدي.

افغان حکومت سترو اقتصادي پروژو ته هم پاملرنه کړې چې د بیلګې په توګه یې د تاپي له پروژې څخه یادونه کیدای شي.

ددې ترڅنګ افغانستان له چین او د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره یې هم سوداګریزه راکړه ورکړه او د اورګاډي د پټلۍ پرانسته هم کړېده.

افغانستان له هند سره هوايي ډهلیز (کاریډور) وروسته له هاغې پرانست چې له ګاونډي پاکستان سره د سیاسي شخړو له امله سوداګري بې خونده او ټیټې کچې ته ورسېده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG