لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رسنيو په نړیواله ورځ د نړیوالو، پاکستاني او افغان خبریالانو څرګندونې


نن په درېمه مې چې په ګرده نړۍ کې د رسنيو نړيواله ورځ نمانځل کيږي د ملګرو ملتونو مشر ويلي "د رسنيو ازادي د سولې، انصاف او بشري حقونو دپاره اړينه ده".

پاکستان کې خبريالانو د رسنيو په نړيواله ورځ رسنیو او خبريالانو ته ورپېښ ‘ګواښونه او ستونزې وريادې کړي او افغانستان کې د ګواښونو سره مخ خبريالان دغه ورځ د خپلو وژل شوؤ ملګرو په ياد کې نمانځي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوترېش د رسنيو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام کې ويلي، خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د ځايي او نړیوالو ننګونو په وړاندې رڼا ده او دوی هغه خبرې کوي چې وېنا ته اړتيا لري.

نوموړي ويلي هغه قوانين چې رسنيو، خبريالانو او د اظهار راې ازادۍ او د مالوماتو ته د رسایۍ حق ورکوي، بايد عملي شي.

ګوترېش د رسنيو په نړيواله ورځ په ټولو حکومتونو د رسنيو د ازادۍ او خبريالانو د خوندي کولو غږ کړی دی.

​افغانستان کې د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي سازمان ويلي، دوي ننۍ د رسنيو د ازادۍ ورځ ۲۰۱۸م ،دا ورځ د خپلو خبريالانو په ياد کې او دهغو او کورنيو د قربانيو په ستاينه نمانځي.

افغانستان کې درې ورځې وړاندې په يو ځانمرګي برید کې نهه خبريالان او عکاسان وژل شوي او هم په دغه ورځ يو بل خبريال نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

پاکستان کې خبریالان وايي رسنۍ او خبريالان د سختو ګواښونو او فشارونو سره مخ دي.

د پاکستان د قبایلي سيمې باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکي يو خبريال محمد خورشيد په ټویټرليکلي، "نن نړۍ د رسنيو د ازادۍ ورځ نمانځي خو د قبايلي سیمو ژورنالسټان په پاکستان او افغانستان کې د جګړې په اور کې دي، پاکستان کې په رښتيا ويلو بشپړ بندېز دی ځکه چې دلته مونږ اوس هم د غلو واکمنو په واک کې يو څوک چې ترهګري کاروي".

خبريالې غريده فاروقي په ټويټر ليکلي، "د خبریال دپاره څه شی ډېر خطرناک دی؟ ګولۍ؟ تښتونې؟ ګواښونه؟ سوداګري (کمرشل ازم)؟ يا خپل ځاني سنسرشپ؟".

يو بل خبريال مظهرعباس ویلي، "د اظهار راې ازادي دلته غلې ده، په داسې کې چې نن مونږ د رسنيو نړيواله ورځ نمانځو، د حقونو او وېنا د حقونو ترلاسه کولو دپاره مبارزه کوو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG